چارواکي: کابل کې مو تر دې مهاله نږدې ۱۰ زره سوالګر راټول کړي

عزم (شنبه ۱۴۰۱ /تله ۹) د اسلامي امارت چارواکي وایي چې تر دې مهاله یې نږدې لس زره حرفوي او غیر حرفوي سوالګر د کابل له مختلفو سیمو څخه راټول کړي دي.
د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، سکرتر ښاغلي “عبدالله عزام” په دې تړاو پر خپله تویتر پاڼه لیکلي چې: «‏د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د میزان میاشتې تر 7مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 9576 سوالګر راټول شوي دي. »
نوموړی زیاتوي چې د راټولو شوو سوالګرو له ډلې څخه 6594 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 2162 مستحقې او 4432بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

عزام وایي چې د راټولو شویو ګدایي ګرو له ډلې یې ‏783 تنه نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 276مستحق ګڼل شوي او 507بیا حرفوي په کې شامل دي.
د نوموړي په خبره چې د ټولو راټولو شویو سوالګرو له ډلې څخه 2199 ماشومان دي چې 1203مستحق، 946حرفوي او 50 بیا بې سرپرسته ماشومان پیزندل شوي دي.

عبدالله عزام لیکي چې ‏بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي. له مستحقو سوالګرو سره بیا د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.
د یادونې وړ ده چې د سوالګرو د راټولولو بهیر د هیواد د حکومتونو په تاریخ کې لومړنی اساسي ګام دی چې د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا یې د تعمیل هڅې پیل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: