کابل چوروالۍ، چې بېرته په ښاروالۍ بدله شوه!
ابوالیاس جهادوال
کابل ښار په ۳۵۰۰ کلنه تاريخي مخينې سره چې له ۱۲۵۵ هـ ش کال راهيسې د افغانستان پلازمينه پهکې موقعيت لري، د هېواد په کچه يو ستر سوداګريز ښار ګڼل کېږي. دغه ښار د افغانستان يو له ګڼميشتو ولايتونو څخه دی چې ۲۰۲۰ کال سروې پر بنسټ۴۲۰۰۰۰۰ تنه نفوس لري او په هرکيلومتر مربع ځمکه کې يې ٧٩٠٧ تنه ژوند کوي. دغه ښار اوسمهال په ۲۲ ناحيو وېشل شوی چې د تنظيم او مديريت چارې يې د کابل ښاروالۍ په نوم د يوې خپلواکې ادارې لهخوا پرمخ بيول کېږي.
کابل ښار يو مهال د ښکلا، پاکې هوا او ښاري نظم له امله ښه شهرت درلود، خو هغه مهال چې د امريکا په مشرۍ نړيوال استکبار پر هېواد يرغل وکړ او د واک چارې يې خپلو ګوډاګيانو ته وسپارلې، نو د نورو سيمو په څېر پر دغه ښار هم چور او تالان ګډ شو او پرته له دې چې ښاري ماسټرپلان په پام کې ونيول شوې، د شنو ساحو په شمول يې ډېرې برخې د ځورواکيو لهخوا غصب او خپل سرې غيرمعياري ودانۍ پهکې ورغاول شوې. دغو چارو له يوې خوا ښاري نظم له منځه وړی وو، له بلې خوا يې د چاپيريال ککړتيا ته لاره هواره کړې وه چې له کبله يې دغه ښار د نړۍ په کچه د يو تر ټولو ککړ ښار نوم خپل کړی وو. نو له دې کبله به چې کله د کابل ښاروالۍ نوم اخېستل کېده نو تر څنګ به يې د اداري فساد، بډو، غصب، ککړ چاپيريال او بې نظمي اصطلاحات هم ور سره ضمیمه وو او تر ډېره د چوروالۍ په نوم مشهوره وه.
خو کله چې تېر کال د افغانستان اسلامي امارت د کابل په شمول پر ټول هېواد بياځلي واکمن شو، نو تر ټولو لومړی د دغه ستر او ګڼميشته ښار نظم ته پام واړول شو او په دې برخه کې مهم ګامونه واخېستل، چې لاندې ورڅخه په لنډو ټکيو يادونه کوو:
لومړی) په تېرو شلو کلونو کې د کابل ښار يو زيات شمېر فرعي او عمومي واټونه د بهرينو اشغالګرو، دکابل ادارې چارواکيو او ځورواکو لهخوا د سيمټي موانعو پر مټ بند شوي وو چې دې کار د ترافيکي نظم د اخلال ترڅنګ خلک له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخ کړي وو، نو د کابل ښاروالۍ نوي مشرتابه هم تر ټولو لومړی د دغې ستونزې حل ته پام واړاوو او د يو زيات شمېر خنډونو په لېرې کولو سره يې کابو ۹۰ عمومي مسيرونه د خلکو او ترافيکو پر مخ پرانيستل.
دويم) څرنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، په تېرو دوو لسيزو کې د هېواد عامه شتمنيو د چور او تالان په ترڅ کې د کابل ښار ډېری شنې ساحې او عامه او دولتي ملکيتونه هم غصب شول، نو د اسلامي امارت په راتګ سره د جايدادونو د غصب او خپل سرو ودانيو د جوړولو د مخنيوي ترڅنګ، د يو ميليارد افغانيو په ارزښت غصب شوي ملکيتونه هم بېرته له غاصبانو څخه راوګرځول شول.
درېيم) له کلونو راهيسې د کابل ښار په عمومي واټونو کې د سړک سر پرچون پلورونکيو او لاسګاډو ښاري نظم ګډوډ او ترافيکي سيسټم له خنډ سره مخ کړی وو. سره له دې چې تېرې ادارې هم څو ځله د دغې ستونزې د حل لهپاره اقدامات وکړل خو د اداري فساد او قانون نه حاکميت له کبله بې پايلې وو. د لومړۍ ناحيې د يو پرچون پلورونکي په وينا، د اتحاديې مشر به يې هره مياشت له دوی څخه ۲۴ لکه افغانۍ ټولولې او د امنيتي حوزې مسوولينو ته به يې بډې ورکولې څو دوی ته د کار اجازه ورکړي.خو نوي مسوولان په دې وتوانيدل چې د يو منظم پلان له مخې پرچون پلورونکيو ته د ښار په مناسبو ځايونو کې غرفي جوړې کړي چې دغې چارې تر ډېره د ښاري نظم په اعادې سره د ګڼې ګوڼې مخه نيولې ده.
څلورم) دا چې په تېره اداره کې کابل ښاروالۍ د ځورواکيو او چارواکيو لهپاره د نامشروع عوايدو سرچينه ګرځيدلې وه نو له همدې کبله يې ډېری عوايد هم شخصي جيبونو ته تلل. خو نوې اداره د فساد په مخنيوي او عايداتي سرچينو په زياتوالي سره په دې وتوانيده چې خپل عوايد هم په پام وړ توګه زيات کړي؛ څه موده مخکې د کابل ښاروالۍ چارواکيو د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې څرګنده کړه چې د پنځو مياشتو په ترڅ کې يې دوه ميليارده افغانۍ عايد راټول کړی چې د تېرې ادارې د همدغې مودې له عوايدو څخه ۴۰۰ ميليونه افغانۍ زياتوالی ښيي
پنځم) په پخوانۍ اداره کې د پيچليو اداري سيسټمونو او شته فساد له امله ځينې پروژې په خپل وخت سره نه وې تطبيق شوې او نيم کاره پاتې وې. خو نوي مشرتانه نه يوازې دا چې د پخوانيو پروژو د تطبيق چارې پيل کړې، بلکې د ۱۴۰۱ کال بودجې څخه يې چې د داخلي عوايدو پر بنسټ چمتو شوې، کابو ۵ ميليارده افغانۍ پرمختيايي بودجې ته بېلې کړي چې پر مټ به يې د ښار په ۲۲ ناحيو کې ۱۸۱ بېلابېلې پروژې تطبيق شي.
دا چې په تېرو دوو څو لسيزو کې اداري فساد او د قانون نه حاکميت د کابل ښاروالۍ پر فعاليتونو سيوری غوړولی وو او ډېری ښاريان د دغه ارګان له فعاليتونو څخه ناراضه ښکاريدل، خو نويو اقداماتو د ښاري خدماتو ښهوالي، چاپيريال پاکوالي او ښاري فرهنګ د اعادې ته نوې هيلې راټوکولي دي.