له پوهې تېښته!

کساب ته ودریدی، ورته کړه یې: هلکه! دوه کیلو غوښه راکړه، هغه لاس ورکړ، ول استاده مهرباني وکړه کېنه! کساب په شاګرد غږ کړ: هلکه استاد ته چای واچوه، دوه کیلو غوښه ورته تیاره کړه، پیسې مه ورنه اخله، د موټر کیلي درواخله او استاد هغه ځای ته ورسوه چې دی غواړي.

استاد حیران شو! کساب ته یې کړه: څنګه دومره راباندې مهربانه سوې! پوه نشوم؟! کساب ورته کړه: استاده هېر کړی دې یم، زه ښوونځي کې ستا شاکرد وم، البته تنبل شاګرد، یوه ورځ دې صنف ته له ننوتلو منعه کړم، راته کړه دي چې ولاړ شه د کور مشر دې راوله.

استاد ګله په هغه ورځ زه ستا له فرمودې سره سم کور ته نه ولاړم، بلکې بازار ته ولاړم، له یوه کساب سره مزدور شوم او په هماغه ورځ مې ښوونځي سره مخه ښه وکړه، کسابي مې زده کړه اوس الحمد لله بازار کې درې کسابخانې لرم او یوه د پسونو غټه رمه! استاد یې ورته کړه: هو ولا، راته یاد شوې، کاش زه هم په هغه ورځ ستا سره یوځای تښتېدلی وی…

پایله: چې تعلیمي معیار لوړ نه یي، زده کړو ته پوره توجه نه کیږي، خلک به له علم او پوهې تېښته بریالیتوب ګڼي! لکه زموږ دې کیسه کې.

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button