فضا او د کائناتو وُسعت / یوولسمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

کسوف او خسوف:
کسوف د لمر هغه حالت ته ویل کیږي؛ چې تیاره شي او په عامیانه اصطلاح کې (د لمر نیول) ورته وایي؛ مګر خسوف بیا د سپوږمۍ نیولو ته ویل کیږي.
ځینې خلک داسې عقیدې هم لري چې ګواکي : الله پاک د انسانانو په ګناهونو سره لمر / سپوږمۍ نیسي، ځکه خو په دغه وخت کې بامونو ته خیژي او واړه ماشومان هم له ځانونو سره خېژوي، بیا په لوړ آواز سره ( الله! / الله اکبر! / الصلة!) او داسې نورې… نارې وهي ، ژاړي / توبې باسي او له الله پاک نه غواړي چې؛ د دوی په ګناهونو سره نېولی لمر/ سپوږمۍ دې خوشې کړي؟ خو کله چې وروسته له څو دقیقو څخه لمر / سپوږمۍ بېرته رڼا شي، نو دوی ګمان کوي چې؛ ګني الله پاک یې توبې او غوښتنې قبولې کړې.
داسې عقائد په افغانستان کې لا تر اوسه ښه قوي دي! مګر له نورې نړۍ څخه فعلاً! نه یو خبر! چې ګني هلته به نو څه ډول عقيدې موجودې وي؟
په هر حال…! د لمر او سپوږمۍ نیول یوه طبعي پېښه ده! چې وخت ناوخت رامنځته کیږي، خو دا نو پدې معنا نه ده چې؛ ګني د انسانانو په ګناهونو سره به الله پاک نورو مخلوقاتو ته جزا ورکوي؛ ځکه چې: عدالت او انصاف (د ګنهګار په ګناه سره) بې ګناه ته جزا ورکول- نه ایجابوي.
نو زما په اند به داسې فکر (هغه هم) د الله پاک غوندې رحمن ذات- په هکله، یوه لویه اشتباه وي.
هو! په مبارکو احادیثو او فقهي مسائلو کې دغه دوه حالته (کسوف او خسوف) ذکر شوي او بیا د خاصو نفلونو او دعاګانو توصیه هم پکې شوې ده، خو هغه له دې امله چې: د لمر / سپوږمۍ رڼا تتېدل او یا په یوې غیر عادي تیارې سره یې بدلېدل- د یوه ستر نعمت زیان دی! نو باید چې په دغه حالت کې موږ ټول! الله پاک ته رجوع وکړو او دا ترې وغواړو چې: یاد حالت! په دوامدار شکل راباندې حاکم او د رڼا له نعمت څخه مو د تل د پاره- محروم نه کړي ! مګر کله چې بېرته لمر / سپوږمۍ خوشې شي؛ نو موږ باید شکر اداء کړو (یعنې د نیولو په وخت کې به [انالله و اناالیه راجعون] او د بېرته خوشې کېدلو په وخت کې به [الحمدلله] خامخا وایو)
خو زموږ سائنسي پوښتنه بیا دا ده چې: دغه دواړه حالتونه څرنګه رامنځته کیږي؟
کله چې ځمکه، سپوږمۍ او د لمر کتله پر واحده فرضي کرښه /لیکه سره برابر شي ؛ یعنې سپوږمۍ د ځمکې او لمر تر منځ واقعه شي، نو دلته د لمر مخه سپوږمۍ نیسي! ځکه خو لمر تیاره ښکاري؛ چې دغه حالت ته کسوف وایي؛ خو کسوف هم په دری ډوله دی (مکمل – جزئي – حلقوي) چې دا درېواړه حالتونه د سپوږمۍ او لمر تر منځ په کمه او زیاته فاصله پورې اړه لري! یعنې: سپوږمۍ (د انتقالي حرکت له امله) د لمر کتلې ته کله نږدې او کله هم ترې لیرې کیږي.
مکمل کسوف هغه مهال رامنځته کیږي؛ چې سپوږمۍ ځمکې ته نږدې او پر سیده فرضي کرښه د ځمکې او لمر تر منځ برابره شي.
جزئي کسوف په قطبي ساحو کې رامنځته کیږي؛ خو حلقوي کسوف بیا هغه وخت لیدل کیږي؛ چې فرضي مسیر واحد نه! بلکې متغیر وي.
مګر خسوف بیا داسې رامنځته کیږي چې: کله د لمر او سپوږمۍ تر منځ ځمکه واقعه او درېواړه په یوه فرضي کرښه سره برابر شي؛ نو د لمر مخه ځمکه نیسي او رڼا یې پر سپوږمۍ سمه نه پرېوزي؛ چې پدغه حالت کې سپوږمۍ تیاره ښکاري او خسوف ورته وایي. نور بیا…ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: