په پښتو ژبه د لمانځه د زده کړې غږیز اپلکیشن!

د (احمد یاسر لودین) په نوم یو افغان هیوادوال په پښتو ژبه د لمانځه د غږیزې زده کړې اپلکیشن جوړ کړی.
یاد اپلکیشن کې د مولوي حسن جان صاحب له تدریس څخه استفاده شوې. په یاد اپلکیشن کې د لمانځه د الفاظو او ترجمې تر څنګ؛ د لمانځه د اداء کولو طریقې، فضلیت، مسائلو او احکامو اړوند بحثونه او نور ضروري موضوعات هم ځای پر ځای شوي.
ښاغلی احمد یاسیر لودین په دې اړه وایي: ” له ډېرې مودې راهیسې د لمانځه د زده کړې لپاره د یو منظم آپلیکېشن جوړولو فکر راسره و، ترڅو زموږ وروڼه او خویندي خپل لمونځونه اصلاح کړي. لله الحمد، بالآخره الله تعالی توفیق راکړ چې دغه اپلکیشن جوړ او خپلو مسلمانانو وروڼو ته وړاندې کړم. هیله ده چې تاسې د دغه اپلکیشن نشرولو کې راسره مرسته وکړئ. تر څو ما او تاسې ټولو ته د اجر ذریعه وګرځي.
یاد اپلکیشن لاندې ادرس څخه تر لاسه کولی شئ:

Download now?

https://play.google.com/store/apps/details?id=aylapps.learnsalah.pashto

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button