مسیر ورځپاڼه: امارت دې د امارت له سرغړوونکو سره جدي چلند وکړي

عزم سه شنبه، ۰۷مرغومی، ۱۴۰۰ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د امارت له رسمي تګلارې څخه د ځینو کسانو په سرغړوونو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، اسلامي امارت عمومي عفوه کړې ده، خو بیا هم ځینې کسان شکنجه کېږي.«اسلامي امارت ویلي‌ چې دوی عمومي عفوه کړې ده او هېڅوک نشي کولی چې پخواني کسان ونیسي، بندي او شکنجه یې کړي او که څوک دا کار کوي، نو سرغړونه ده او له سرغړوونکو سره به جدي چلند کېږي.»

د سرلیکنې له مخې، پخوانیو چارواکو ځینې خلک وهلي، شکنجه کړې یې دي، خو اوس ځینې خلک خپل غچ له پخوانیو اخلي.«پخوانیو نظامیانو، قاضیانو، څارنوالانو یا نورو مسوولینو ورسره زیاتی کړی دی، د کورنۍ غړي یې ور و‍ژلي، بندي کړي او شکنجه کړي دي.»

د مسیر په باور، اسلامي امارت باید د دې ډول پېښو په کلکه مخنیوی وکړي او هغه کسان ونیسي چې د عمومي عفوې له اعلان سربېره ځینې پخواني چارواکي ځوروي.

«له عمومي عفوې سره سره د پخوانیو نظامیانو او مامورینو نیول، بندي کول او شکنجه کول، په هېڅ ‌ډول د توجیه وړ نه دي. دا سمه ده چې دا د اسلامي امارت رسمي تګلاره نه ده، چې دا کار وشي او دوی یې نه غواړي، خو دا یې دنده ده چې مخه یې ونیسي. که شکنجه کوونکي د امارت اړوند کسان نه وي، که د امارت نظامیان وي، که په شخصي او یا بله هر انګیزه دا کار کوي،‌ باید مخه یې ونیول شي او له سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند وشي. ښايي امارت په دې برخه کې جدي‌ هم وي، خو چې کله له حکومتي ادارو سره د داسې پېښو رسمي رپو‍ټ ثبتیږي، یا هم په دې اړه خبرونه خپریږي، په جدیت باید کار وشي، عاملین یې باید پیدا شي، سزا ورکړل او بیا په دې اړه د شوو اقدامانو په اړه ولس ته هم پوره معلومات ورکړل شي. سرغړونې په هر دولت کې وي، خو کله چې چارواکي جدي غبرګون وښيي او له سرغړوونکو سره جدي او عملي چلنده خلک هم خبر کړي،‌ بیا خلک پرې باور کوي او دا احساس ورسره پیدا کېږي چې که څوک ورسره ظلم او زیاتی کوي، دولت به یې پوښتنه کوي. په ټوله کې دولت باید د پخوانیو نظامیانو او نورو کسانو د نیولو، بندي کولو او شکنجې په مخنیوي کې په جدیت کار وکړي، ځکه دا کار د عمومي عفوې روحیې ته زیان رسوي او په کور دننه او بهر د اسلامي امارت تصویر او دری‍ځ زیانمنوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: