پکتيا: د ګرديز ښاروالۍ له لوري د ښار دوه سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

عزم: (سه شنبه ۱۴۰۱/تله ۱۲) پکتيا کې د ګرديز ښاروالۍ له لورې د ۲۴ ميليونو افغانيو په لګښت دوه سرکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د ګرديز ښاروالۍ له لورې د خواجه حسن او ارجال خېلو سرکونو د پرانيستې مراسمو کې د ا.ا.ا. وياند ذبيح الله مجاهد هم ګډون کړی ؤ. ښاغلي مجاهد په خبرو کې د بيا رغونې او پراختيايي پروژو پر ارزښت خبرې وکړې.

د ګرديز ښاروال شرېف الله الهام د يادو سرکونو پرانيستلو پرمهال رسنیو ته وويل چې د ښار پراختيا په موخه د خواجه حسن او ارجال خېلو سرکونه چې ۹۰۰ متره اوږدوالی لري په اساسي ډول رغول شوي او نن عملآ ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

الهام زياته کړه چې د ښاروالۍ له لوري د يادو سرکونو سربيره ېو شمېر نورې پروژې به هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې د ځينو کارونه بشپړ شوي او يو شمېر د بشپړيدو په حال کې دې.

ګرديز ښاريان او ځايي اوسيدونکې د ښاروالۍ له کارونو خوښ دې او وايي چې، د يادو سرکونو ګټې اخيستنې سره به د زياتې ګڼې ګوڼې مخنيوی وشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button