پکتيا کې د سوالګرو راټولولو لړۍ پیل شوه

عزم: (پنجشنبه۱۴۰۱/تله ۱۴)

پکتيا مرکز ګرديز کې د سوالګرو راټولو ولايتي کميټې له لورې په لسګونه ښځينه او نارينه سوالګر راټول کړل شول.

د يادې کميټې مسؤلینو رسنيو ته وويل چې ګرديز ښار په څو نقطو کې سوالګر راټول کړي دي چې له دقيقو پلټنو وروسته به مستحق او غير مستحق وپيژندل شي.

د سوالګرو راټولولو ياده ولايتي کميټه تېره اوونۍ د پکتيا والي له لورې وټاکل شوه، چې په ترکيب کې د کار او ټولنيزو چارو رئيس تر مشرۍ لاندې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رياست، د سرې مياشتې اداره، د امنيه قومنداني او د اقتصاد رياست يې غړيتوب لري.

د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې دغه لړۍ په پلازمینه کابل کې پیل شوې وه، د روان 1401 لمریز کال د میزان میاشتې تر 13مې نېټې پورې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 10808سوالګر راټول کړي دي
.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: