تر ۱۲۰زرو ټویټونو وروسته؛ د «متحد افغانستان» تر عنوان لاندې هشتاګ لاهم د افغان فعالانو سرخط دی

عزم: (چهارشنبه ۱۴۰۱/تله ۲۰) له تیرې ورځې را په دې خوا د ټولنیزو رسنیو پر مخ د «#UnitedAfghanistan» تر عنوان لاندې ټرینډ شوی هشتاګ لا هم په خوځښت سره مخته روان دی.
دغه هشتاګ کې د عامو افغان فعالانو تر څنګ، د تیرې ادارې ځینو مخکښو چارواکو او د اسلامي امارت پلویانو هم برخه اخیستې ده.
په یاد ټرینډ شوي هشتاګ کې د افغانانو پر یووالي، ورورګلوي او خپل منځي دوستي د ټینګار ترڅنګ، ټولې هغه پرګنې غندل کیږي، څوک چې د افغانانو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهي او نه غواړي د مختلفو قومونو دغه متحد کور، په یوه ټغر ژوند وکړي.
د افغان حکومت بهرمیشتو سیاسي مخالفینو چې له تیرو څو ورځو راهیسې یې د بهرنیانو په مرسته، د هزارګانو په ملاتړ هشتاګ مخته ووړ؛ د افغان فعالانو دغه تویتري طوفاني انقلاب نهیلي کړي او په پرلپسې توګه یې د کمزوري کیدو هڅه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: