د افغانستان د ایرو کال؛ عمر رض، نیکسن او کارټر څه ډول بحرانونه مدیریت کړل؟

محسن امین

اتلسم هجري کال د لوږې، قحطۍ، وباء، مرضونو او د وچکالۍ له امله د ایرو په کال نومول شوی.
دا د عمر رضي الله عنه د خلافت پنځم کال و.

تاریخ لیکونکي وایي چې د وچکالۍ له امله د ځمکې مخ د ایرو په څېر شوی و، تېز بادونو به د ایرو په څیر ریګونه د خلکو کورونو ته راوړل. د خلکو مخونه تور او سپیره شوي ول. د عمر رضي الله عنه مخ د لوږې او کمزورۍ نه بدل شوی و.

د حجاز د مختلفو سیمو نه خلک د مدینې پر لور وکوچیدل، تر څو د خپلې بېوزلۍ کیسې عمر رضی الله عنه ته ور ورسوي. ناهیلي او بېوسي پر مسلمانانو خوره وه. ویل کیږي چې په زرګونو کورنیو د مدینې شاوخوا خیمې وهلې وې تر څو د مدینې خلک ورسره مرسته وکړي، خپله د مدینې ښار قحطۍ او وچکالۍ ځپلی و. څاروي داسې کمزوري شوي ول چې د حلالولو نه وروسته هم چا د بد رنګ او طعم له امله نشو خوړلای.

عمر رضی الله عنه پداسې سختو حالاتو کې د کومو پالیسیو څخه کار واخیست؟
عمر رض عنه په بیساري توګه په خلکو مهربانه شو. پریکړه یې وکړه چې د بیت المال توکې به په مساويانه توګه په ټولو خلکو ویشل کیږي. هوډ یې وکړ چې د سپورې کلکې ډوډۍ نه پرته به نور څه نه خوري، تر څو د ټولو مسلمانانو لوږه نه وي ختمه شوي.
په یو روایت کې راځي چې ۶۰ زره بیوزله خلک د مدینې شاوخوا راټول شوي ول او لوږې ځپلې ول، عمر رضی الله عنه به د شپې لخوا ګزمه کوله او په خلکو به ګرځیده. عبدالله بن عمر رض وایي چې کله به مې پلار نیمه شپه کور ته راستون شو، نو په لمانځه به ودرید او الله تعالی ته به یې زارۍ کولې چې د مسلمان ولس پای زما په لاسو مه لیکه.

هغه په عمل کې ثابته کړه چې د نورو عامو خلکو په څېر به په ځان سختې تیروي. خلکو به ورته کوچ او غوښه راوړه، خو ده به د سپورې ډوډۍ نه پرته بل څه نه خوړل. خلک یې وهڅول چې د استسقاء لمونځونه وکړي او خپلې هیلې لوړې وساتي. د غلا حد یې د قحطۍ تر پایه عملي نه کړ، د زکات راټولول یې وځنډول.

تر ټولو مهم کار یې دا و چې خپلو والیانو ته یې خطونه ولیږل چې د فارس، عراق، شام او مصر ولسونه ورسره مرسته وکړي.

عمر رضی الله عنه د خپل ولس نه د مرستې غوښتنه وکړه. خپل ولس ته یې لاس ور اوږد کړ چې پدې سختو او دردونکو حالاتو کې ورسره لاسنیوی وکړي. پدې کې یې د شرم احساس ونه کړ چې د یوې سترې امپراطورۍ واکمن خپل ولس باندې غږ کوي چې مرسته ورسره وکړي، ځکه دی وږی، تږی او بیوسه دی.

د فارس نه سعد بن ابي وقاص، د عراق نه ابو موسی الاشعري، د شام نه ابو عبیدة بن الجراح او د مصر نه عمرو بن العاص د ولسونو نه مرستې را ټولې کړي او ستر کاروانونه یې مدینې ته را ولیږل.

په معاصره اصطلاح، د هغه وخت د زبرځواک یا سوپر پاور مشر او د پلازمینې اوسیدونکي د لوږې او قحطۍ نه کمزوري کیږي، رنګونه یې بدلیږي، مشر یې د بیوسۍ نه د نورو ښارونو پر ولسونو غږ کوي چې مرسته ورسره وکړي. د سختۍ په وخت کې په ولس باندې غږ کول د کمزورۍ نښه نه ګڼل کیږي، بلکې د واکمن او ولس ترمنځ اعتماد پیاوړی کوي. ولس بیا تر مرګه د خپل مشر تر شا ودریږي او ځان یو تن احساسوي.

دا د ۱۴۰۰ کاله پخوا روایت او تاریخ و. په اوس وخت کې نور هم ډیر مثالونه شته، خو د یو بل زبر ځواک مثال به راوړم.
په ۱۹۷۳ کال کې عربي هیوادونو په امریکا باندې د تېلو صادرات بند کړل. ځکه امریکا د اسرائیلو او عربو په څلورمه جګړه کې د اسرائیلو مخامخ مرسته کوله. عربي هیوادونو د دغه تیري په وړاندې پریکړه وکړه چې پر امریکا به تیل نه پلوري.

امریکا کې د تیلو کمښت او په پایله کې یې بحران رامنځته شو. خلک ورخطا شول، د تېلو پر پمپونو باندې اوږده قطارونه جوړ شول، خلکو له وېرې د خپلو موټرو د تیلو ذخیرې په قلفونو وتړلې، تر څو تیل غلا نه شي. دغه مهال، ریچارډ نیکلسن د امریکا ولسمشر و. هغه د تلویزیون له لارې نه د امریکې پر ولس غږ وکړ چې د تېلو په مصرف کې له احتیاط څخه کار واخلي. موټران په کم سرعت سره وچلوي او تیل کم مصرف کړي. نیکسن د نورو تدابیرو تر څنګ یوه پالیسي دا غوره کړې وه چې ولس ته به پيغام رسوي چې د تېلو د بحران په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي. څو میاشتې وروسته، عربي هیوادونو د تېلو پر صادراتو بندیز لرې کړ او امریکا ته یې تیل استول پیل کړل.

په ۱۹۷۷ کال کې یو ځل بیا په امریکا کې د انرژۍ بحران رامنځته شو. دا ځل د ګازو د کمښت ستونزه رامنځته شوه او د نورو ژمیو په پرتله، دا ژمی ډیر سوړ و، د طبیعي ګاز زیرمې کمې شوې، د ګاز تر څنګ، د تېلو د کمښت او د کورونو د ګرم ساتلو ستونزه وه. دا ځل جیمي کارټر د امریکا ولسمشر و. هغه د ماښام په وخت کې د خپل کور څخه چې ډبل کالي یې اغوستي ول، د تلویزیون پر پرده را ښکاره شو او د امریکایي ولس څخه یې غوښتنه وکړه چې د انرژۍ په سپما کې ورسره همکاري وکړي. اشاره یې دې ته وه چې د بخارۍ درجه راکمه کړي او کور کې ډبل او ګرم کالي واغوندي.

پوښتنه دا ده چې امریکا چې په ټوله نړۍ کې شتمن او ځواکمن هیواد دی، ولې یې ولسمشران د بحران او سختۍ په وخت کې خپل ولس ته رجوع کوي؟ ولې په ولس غږ کوي چې د بحران په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي؟

طالبان د عمر رض، نیکسن او کارټر د بحران د مدیریت څخه څه زده کولای شي؟
د طالبانو د بیا واکمنېدو تقریباً څلور نیمې میاشتې پوره کیږي. زما په اند، پدې څلورو میاشتو کې د اسلامي امارت تر ټولو ستره نیمګړتیا دا وه چې دوی ددې اړتیا احساس نه کړه چې افغان ولس باندې د مرستې غږ وکړي، داسې صریحه غږ که تاسې موږ سره مرسته ونه کړئ موږ په یوازې ځان د افغانستان اوسنی بشري ناورین نشو مدیریت کولای او پر افغانستان حکومتولي نشو کولای.

طالبانو خپله بریا داسې وانګیرله چې د افغانستان ټول ولس زموږ تر شا ولاړ دی او موږ که هره پریکړه کوو، د افغانستان خلک به یې په سر او سترګو مني او یا ددې اړتیا نشته چې موږ د خپل نظام جوړښت، د حکومتدارۍ او حساب ورکولو چوکاټ ولس ته معرفي کړو، ځکه هغوی زموږ تر شا ولاړ دي. زه فکر کوم چې دا د افغانستان د بیا جوړلو د یو مهم فرصت ضایع کول دي.

د افغانستان اوسیدونکي د راتلونکي په اړه اندیښمن دي، پدې نه پوهیږي چې اسلامي امارت به په هغوی څه ډول حکومتولي کوي. دا نامعلومه برخلیک او د قحطۍ، وچکالۍ او د لوږې شته ستونزو د خلکو په منځ کې ناهیلي خپره کړې، چارواکي باید د بحران دا شدت درک کړي. د وخت زبر ځواکونو چې د سختۍ پر وخت ولس ته د لاسنیوي لپاره مخ اړولی، نو طالبان ولې پدې کې تردد کوي؟ عمر رض چې په خلکو غږ کړی چې مرستې راولیږئ، طالبان ولې ولس سره د راتلونکي پلان نه شریکوي او د ولس څخه د مرستې غوښتنه نه کوي؟

د داخلي مشروعیت موضوع اکثره طالب چارواکو سمه نده درک کړې، هغوی فکر کوي چې موږ پر افغانستان واکمن یو، نو همدا داخلي مشروعیت دی. نه، داخلي مشروعیت دا دی چې د واکمن او د ولس ترمنځ اړیکه تعریف شي، ولس پدې وپوهیږي چې واکمن پرې څه ډول حکومتولي کوي‌ او څه ډول ترینه حساب غوښتلی شي، دا ډول شفافیت رامنځته کول، داخلي مشروعیت رامنځته کوي.

طالبانو ته د افغانستان د بیا جوړلو یو ښه فرصت په لاس ورغلی، ولس په تیاره کې پریښودل او د هیواد لومړیتوبونه نه درک کول به دا چانس هم له لاسه ورکړي او د افغانانو د ۴۲ کلن ناورین د دوام لامل به شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: