د هندوستان د مرستو دویمه جوپه هم کابل ته راورسېده

عزم (یکشنبه، ۱۲مرغومی، ۱۴۰۰ل): په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وايي، د هند د بشري مرستو دویمه جوپه چې پینځه سوه زره د کرونا واکسین(کواکسین) وو، پرون په کابل کې د اندراګاندي د صحت طفل روغتون ته تسلیم شول.

د افغانستان سفارت پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، په پام کې ده چې په راتلونکو اوونیو کې به هم پینځه سوه زره نور واکسین هم کابل ته ورسېږي.

د یادونې ده چې هند تېره میاشت هم د افغانستان سره د ۱.۶ ټنه روغتیايي توکو چې درمل هم په کې شامل وو، د روغتیا نړیوال سازمان په توسط د افغانستان سره مرسته کړې وه او هغه پاتې وعده شوې طبي مواد او غنم به هم د نړیوالو مرستندویه ټولنو په مرسته په راتلونکو اوونیو کې افغانستان ته وسپاري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هند حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خلکو ته د خوراکي توکو، د کرونا وایروس واکسین یو میلیون خوراکه او د اړینو درملو په ګډون بشري مرستې برابرې کړي. په راتلونکیو اوونیو کې به غنم او نورې طبي مرستې واستول شي. موږ په دې اړه له ملګرو ملتونو او نورو ټولنو سره په اړیکه کې یو، چې د لېږدولو اسانتیاوې برابرې کړي.

له افغانستان سره له دې وړاندې چین هم د کرونا ضد واکسینو مرسته کړې وه او تېر کال ځینې اروپايي هېوادونو هم له افغانستان سره د کرونا ضد واکسینو مرسته کړې وه، چې زرګونه خلکو ته واکسین تطبیق شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: