څنګه خپل ایمیلونه خوندي کړو؟

د Confidential Mode نوم مو کله اورېدلی؟
د ایمیل لېږلو تر ټولو مشهور اپلیکېشن Gmail د Confidential Mode په نوم داسي اپشن لري چې په مرسته یې تاسو کولای شئ په خورا خوندي ډول نورو کسانو ته ایمیل واستوئ.
د یاد اپشن په مرسته تاسو په خپل لېږل شوي ایمیل پوره کنټرول تر لاسه کوئ.
د ایمیل تر لاسه کونکی کس نه شي کولای ستاسو لېږل شوی ایمیل پرینټ، کاپي، ډانلوډ او یا نورو کسانو ته واستوي.
د دې ترڅنګ تاسو کولای شې د خپل ایمیل لپاره د ایکسپیر یا ختمیدا تاریخ وټاکئ! له دې سره به ستاسو لېږل شوی ایمیل د تعین شوي تاریخ سره سم د تر لاسه کونکي له موبایل یا کمپیوټر څخه په اتومات ډول له منځه لاړ شي.
د یاد آپشن بله خاص ځنګړتیا دا ده چې د ایمیل تر لاسه کونکی کس یوازي کولای شي د یو مشخص کوډ په مرسته چې د هغه موبایل ته لېږل کېږی ستاسو استول شوی ایمیل خلاص کړي.

وسیم خان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button