یونیسف: په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

عزم (یکشنبه، ۱۲مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) وايي، په افغانستان کې د ماشومانو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی.

یادې ادارې د ۲۰۲۱ز کال په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، په نړیواله کچه د افغان ماشومانو شمېر چې په جګړه کې قرباني شوي د ټولې نړۍ ۲۷سلنه جوړوي.:« د بېلګې په ډول افغانستان د ۲۰۰۵ زېږدیز کال راهیسې د ماشومانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړ تائید شوي ارقام لري. هلته د څه باند ۲۸ نیم زره ماشومانو مرګ ژوبله پر نړیواله کچه د ماشومانو د تائید شوې مرګ ژوبلې ۲۷ سلنه جوړوي.»

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یونیسف د ځانګړي استازي عبدالقادر له قوله ویل شوي، افغانستان سره باید ژر تر ژره بشري مرستې وشي؛ ځکه روان ژمی ډېر سخت دی او که افغان ماشومانو ته رسېدنه ونه شي، ډېری ماشومان به د راتلونکي پسري له لیدو محروم پاتې شي.:« که موږ بېړه ونه کړو، همغږي ونه کړو او افغانستان ته لا زیاتې نغدې پیسې او د ژمي توکي ونه لېږو، نو لرې به نه وي، چې د دغه هېواد ماشومان به د راتلونکي پسرلي له لیدو محروم شي.»

یادې ادارې ټینګار کړی چې د افغان ماشومانو روغتیايي او امنیتي ستونرې باید له پامه ونه غورځول شي او نړیوال یې باید ملاتړ وکړي.:« د هر کال په تېرېدو سره جګړې دوام کوي او ورسره د ماشومانو حقونو او روغتیا ته ډارېدونکې بې پروایي زیاتېږي. ماشومان دا مهال په ستونزه کې دي او د بې پروایۍ له امله مړه کېږي، نو د دغو ماشومانو د ژغورلو لپاره باید هېڅ ډول مرستې ونه سپمول شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: