د کابل ـ لوګر دویم لاټ سړک چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

عزم (یکشنبه، ۱۲مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ټولګټو وزارت وايي، د کابل ـ لوګر دویم لاټ سړک چارې نږدې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي او د پاتې کارونو چارې به یې هم په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین کیفیت ریاست رئیس عامر یاسر د دې سړک څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې قراردادي شرکت ته یې لارښوونه کړې چې هغه کارونه تر سره کړي چې اوس‌‌مهال یې چارې تر سره کېدلی شي.: «د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین کیفیت ریاست سرپرست رئيس انجنیر عامر یاسر، قراردادي شرکت ته د هغو کارونو د تر سره کولو لارښوونه وکړه چې په سړه هوا ( د ژمي په موسم ) کې هم تر سره کېدلی شي.»

د خبرپاڼې له مخې، قراردادي شرکت هم ژمنه کړې چې د ژمي په موسم، سړې هوا ته په کتو به پاتې کارونه په غوره کیفیت سره بشپړ کړي.

د کابل – لوګر دویم لاټ سړک چې ۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري، تر دې مهاله یې ۹۵ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: