ستونزې به هم لکه اشغال ژر ختمې شي!

کفایت الله شهاب
دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې څو لسیزو جګړو ډېرې ناخوالې زېږولي. نه یوازې دا چې افغانستان يې په بشري لحاظ زیانمن کړی؛ بلکې په اقتصادي، روغتيايي، قبیلوي، کلتوري او نورو اړخونو کې هم په پوره توګه بحراني شوی. د شاهي نظام پر مهال د ناسمو سیاستونو له کبله په افغانستان کې د سیاسي جریانونو رامنځته کېدل او هغوی ته په نا اګاهانه توګه ازادي ورکول، له کمونیستي مفکورې څخه د افغان نسل اغېزمن کېدل او ورته په پراخه کچه جلبېدل، د داوود خان پواسطه د جمهوري نظام راتلل او بیا د چارو واګي د کمونیستانو لاس ته لوېدل او بلاخره د داوود خان له وژل کېدلو وروسته واک ته په مستقیمه توګه د کمونیستانو رسېدل؛ هغه څه دي چې په افغانستان کې يې د بحران د پنځولو لپاره زمینه سازي وکړه.
په افغانستان کې په څرګنده توګه بحران هغه مهال پيل شو، کله چې د افغاني کمونیستانو پواسطه د داوود خان رژيم ړنګ او کمونیستان واک ته ورسېدل. واک ته د کمونیستانو له رسېدلو وروسته، د افغانانو د شهیدولو او ربړولو لړۍ پيل شوه. خو بیا کله چې د ببرک کارمل په واسطه په افغانستان باندې د وخت د شوروي اتحاد سرو لښکرو هجوم راوړ؛ دا وخت نو افغانستان له هر اړخیز بحران سره لاس او ګرېوان شو.
د شوروي اشغالګرو او د دوی د افغان ایجنټانو په وړاندې د افغان ولس مبارزه هم له ناخوالو پاکه نه وه. د مبارزې پر مهال هم افغانستان سخت وځپل شو او یو لویه بشري قوه يې زیانمنه شوه. د شوروي اشغالګرو له لورې د افغانستان څو کلن اشغال، په افغانستان کې ډېرې ناخوالې رامنځته کړې. خو د دوی په وړاندې د افغان ولس مبارزې بلاخره شوروي له افغانستان څخه شړلو ته اړ او په افغانستان کې يې د دوی په لاس جوړ شوی نظام فلج کړ.
له افغانستان څخه د شوروي اشغالګرو له وتلو وروسته او دلته د کمونیستي نظام له سقوط وروسته؛ ځينو جنګي ډلو د پردیو استخباراتي کړیو په لمسون خپل منځي جګړې پيل کړې. دوی هم لکه د کمونیستانو په څېر د افغانانو وژلو او ربړولو ته کار ووایه او افغانان يې سخت وځپل.
خو په ۱۹۹۶ م کال کې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ، د سختو کورنیو جګړو چې د بهرنیو هیوادونو په ملاتړ د ځينو جنګي ډلو ترمنځ روانې وې- یوه ډله طالبان د کندهار له څنډو څخه را پاڅېدل او د دوی په وړاندې يې مبارزه پيل کړه. طالبانو په لنډ وخت کې د هیواد زیاتره سیمې تصفیه او په افغانستان کې يې د اسلامي امارت په نوم د یوه داسې اسلامي حکومت بنسټ کېښود چې په حقیقي توګه يې اسلامي احکام پلي کول.
خو کله چې د اسلامي امارت په رامنځته کېدل سره له افغانستان څخه د نړۍ د استخباراتو لاس ور لنډ شو؛ دوی يې په مقابل کې طالبانو له لورې د شړل شویو جنګي ډلو ملاتړ ته راودانګل. له بلې خوا يې د وخت په اسلامي حکومت باندې هر اړخیز بندیزونه ولګول او افغان ملت يې دلته هم زیانمن کړ.
بهرنیو استخباراتو، په خاصه توګه امریکا؛ په دې هم بسنه ونه کړه او په افغانستان باندې يې د اقتصادي بندیزونو سربیره د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف یرغل وکړ. په افغانستان باندې د امریکا او د دوی د متحدینو له یرغل وروسته د اسلامي حکومت مرکزي هسته له منځه لاړه او ټول اسلامپال مجاهدین اطرافو ته په شا شول.
د امریکايي اشغالګرو او د دوی د داخلي ایجنټانو په وړاندې يې یو ځل بیا مبارزه پيل کړه او دې مبارزه شل کاله وخت واخیست. د دغه شل کالو په دروان کې هم نه یوازې دا چې مجاهدینو زیان ولیدل؛ بلکې ټول افغان ولس يې زیانمن او په یو ډول نه- یو ډول يې له بحران سره لاس او ګرېوان کړ.
امریکا هم لکه د شوروي اشغالګرو په څېر، په افغانستان کې له شل کلن حضور او ډېرو بشري و اقتصادي زیانونو لیدلو وروسته، له افغانستان څخه شړلو ته اړ شوه. چې له اوږدو مذاکراتو وروسته بلاخره د د ( ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹) د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو تړون وشو. چې بلاخره د تېر اګست په ۳۱ مه له افغانستان څخه ټول بهرني عسکر ووتل او په افغانستان کې د بحران د خاتمې لپاره یوه نوې پيلامه شوه.
اوس چې افغانستان په بشپړه توګه له اشغال څخه خلاص شوی او یو داسې نظام لري چې د هیواد په ټوله جغرافیه حاکم دی. افغانستان وروسته له څلورو لسیزو جګړو د ارام ساه اخلي او اوسېدونکي يې په ارامه ژوند کوي؛ څرګندوي چې افغانستان نور له بحران څخه وتلی او سوکه- سوکه به د پرمختګ په لور ګام اخلي. ځينې اقتصادي ستونزې شته؛ خو دا چې نظام نوی دی دومره ژر نشي کېدای ترڅو په یو ځل ټولې ستونزې هواري شي.
نو ځکه خو ویلای شو چې لکه څنګه چې په افغانستان کې په تصادفي توګه اشغال ختم شو او د افغانانو مبارزې رنګ راووړ، همداسې به ان شاءالله په تصادفي توګه د افغانانو د مبارزې په ترڅ کې ټولې چارې نورماله او په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه یو پياوړی اقتصادي، کلتوري او اسلامي هیواد وي. هیوادوال دې د ځينو منحوسو کړیو له لورې په خپرېدونکو افواهاتو باندې نه خپله کېږي او نه دې هم د هغوی تر اغېز لاندې راځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: