بې پولې ډاکټران په هلمند کې یو نوی روغتیايي مرکز جوړوي

عزم (دوشنبه، ۱۳مرغومی، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نوي روغتیايي مرکز د ودانولو چارې پیل شوي دي.

له یادې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه مرکز په جوړېدو سره به یې د ناروغانو د درملنې په برخه دومره برابره ښه والی راشي.

«د نوي مرکز په ودانولو سره به موږ د ناروغانو درملنه هره ورځ دوه برابره کړو یعنې له ۱۲۵ تنو نه به ۲۵۰ تنو ته او خپل خدمتونه به هم لا زیات کړو. نوی مرکز به ۱۳ یو پوړیزې ودانۍ او د سپورت ځای ولري.»

د افغانستان اسلامي امارت په راتګ په هېواد کې ځینو نړیوالو سازمونو خپلې چارې په ټپه ودرولې، خو د ملګرو ملتونو د اړوند موسسو سربېره د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنه د پخوا په څېر خپلې چارې پر مخ بیايي او لا یې هم فعالیتونه روان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: