د شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې نمیبیا سرېلنکا ته ستره ماتې ورکړه

نن د شل اوریز نړیوال جام اتم پړاو پيل شو چې په لومړۍ لوبه کې یې سري لنکا له نمیبیا نه ستره ماتې وخوړه.

دغه لوبه چې د اسټرالیا په ګیلونګ کې پیل شوه، ټاس یې سري لنکا وګاټه؛ خو لومړی یې د توپ اچوونې پریکړه وکړه چې غلطه ثابته شوه.

نمیبیا ښه پيل ونکړ خو په وروستیو ۵ اورونو کې د ۶۸ منډو جوړولو یې هدف تر ۱۶۴ پورې لوړ کړ.

دوی ته جان نیکول  او لوبډلمشر ایراسموس ۲۰، ۲۰، سټیپان بارډ ۲۶، سمیت ۳۱ او پرینکلین ۴۴ زیاتې منډې جوړې کړې.

د سري لنکا له لوري پرمود دوشان ۲ او ۴ نورو توپ اچوونکو بیا یوه یوه ویکټه واخیسته.

سري لنکا ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او یو په بل پسې یې لوبغاړي وسوځېدل. په ټوله لوبډله کې یوازې شانکا او راجاپکسا ښه ولوبېدل خو د هغوی ۲۹ او ۲۰ منډې هم د ورکړل شوي هدف له پاره بس نشوې.

سري لنکا د ۱۰ لوبغاړو په زیان سره ۱۹ اورونو کې ټولې ۱۰۸ منډې وکړې او لوبه یې په ۵۶ منډو وبایلله.

نمیبیا ته بیرنارډ، شیکونګو، ډیویډ ویسي او پرینکلین ۲، ۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې غوره لوبغاړی جان پرینکلین و.

د لوبې مینه وال او مبصرین دغې لوبې حیران کړل او تمه لري چې نورې داسې ګرمې سیالۍ به هم ترسره شي.  هېره دې نه وي چې سری لنکا له دې وړاندې اسیا جام هم وګاټه، چې فارمټ یې شل اوریز و.

نن به د جام بله لوبه د نیدرلینډ او متحده عرب اماراتو ترمنځ وشي.

دغه جام کې ټولې ۱۶ لوبډلې لوبیږي، چې په دوو پړاوونو کې به خپلې سیالۍ ترسره کړي.

افغانستان د ۸ مخکښو لوبډلو په ډله کې ده چې لومړۍ لوبه به د دوهم پړاو په اوله ورځ له انګلستان سره وکړي؛ خو تر هغې وړاندې به سبا ته له خپل سر سخته سیال سره یوه تمریناتي لوبه هم ترسره کړي.

د شل اوریز جام تیر پړاو اتله لوبډله اسټرالیا ده، چې سږ کال د دغه جام کوربه توب هم کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button