روغتیا وزارت: نړیواله ټولنه دې روغتیايي سکتور نه سیاسي کوي

عزم (دوشنبه، ۱۳مرغومی، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو پینځو میاشتو کې یې زرګونه کسانو ته روغتیايي خدمتونه چمتو کړي دي.

د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر په کابل کې یوې خبري غونډې ته د تېرو پینځو میاشتو د کړنو راپور وړاندې پر مهال وویل: له سیاسي تحولاتو او مالي ستونزو سره سره چې په هېواد کې وشول د عامې روغتیا وزارت مشرتابه په دې وتوانېده چې د خپلو محدودو امکاناتو په لرلو سره په ټول هېواد کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه فعال وساتي او اړو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

ډاکتر عمر زياته کړه، چې په تېرو پینځو مياشتو کې د عامې روغتيا وزارت له فعاليتونو څخه د هېواد په روغتونونو کې د ٤٨١٠٧٥ بستري ناروغانو درملنه، د ٢٢٩٨٤٥٧٤ سراپا ناروغانو درملنه، ٦٩٣١٨ لوی عملیاتونه او ١٤٤٣٧٤ کوچنيو عملیاتونه ترسره کول شامل دي. د خوارځواکۍ د ۲۳۶۷۹۶ نسبتأ متوسط کسانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، ۱۶۰۱۴۵ تنه سختې خوارځواکۍ، په روغتون کې د زېږون له امله د ۳۹۸۷۹۴ تنه میندو ته د خدمتونو زمینه برابرول او ۴۸۲۴۳۰۷ په شرایطو برابر کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوي دي.

د دې ناستې په دوام، ډاکترعمر په نشه يي توکو د روږدو کسانو د روغتيايي وضعيت، د روغتيايي سيستم د ښه والي، په روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې د خدمتونو د کيفيت د ښه والي، د کرونا ناروغانو روغتيايي حالت ته د لاسرسي، د دولتي او خصوصي روغتونونو د ارزونې لپاره د ټيمونو د جوړولو او همدارنګه په هېواد کې د درملتونونو د معیاري کولو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.:«د افغانستان روغتيايي سکټور يو غير سياسي بې پری سکټور دى او موږ له خپلو نړيوالو روغتيايي همکارانو غوښتنه کوو چې په دې برخه کې د هېواد د عامې روغتيا له وزارت سره کار وکړي، ترڅو له کوم نژادي، قومي او ژبني تبعیض پرته په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.»

له بلې خوا، ډاکترعمر د روغتيايي کارکوونکو معاشونه ورکول، د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو او وسایلو برابرول، په هېواد کې د درملو د قاچاق مخنیوی، د کووېډ-۱۹ روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وو نصب او د کرونا واکسین برابرول، په وروستیو پینځو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: