کرېکټ: ملي لوبډله قطر ته روانه شوه

عزم (دوشنبه، ۱۳مرغومی، ۱۴۰۰ل): د کرېکټ ملي لوبډله له نېدرلینډ سره د درې یو ورځنیو سیالیو په موخه نن قطر ته روانه شوه، چې د روانې میاشتې په وروستۍ برخه کې به له یاد هېواد سره درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ وکړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، له دې وروسته د ملي لوبډلې سفرونه بنګله‌دېش، زمبابوې، پاکستان او هندوستان هم پیلېږي، چې د کرېکت نړیوالې شورا د سوپرلیګ لوبو برخه دي.

له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په لنډ وخت کې به بهرني روزونکي هم وګماري، شک نشته چې پخواني لوبغاړي ډېره تجربه لري؛ خو د ځوان لوبغاړو حق به هم نه خوړل کېږي، بلکې حق به حقدار ته سپارل کېږي. دا دی په اوسنۍ لوبډله کې هم ډېر ځوان لوبغاړي شته. له نورو هېوادونو سره هم خبرې روانې دي، چې دوه اړخیزې سیالۍ وکړو.

په خبرپاڼه کې د کرېکټ اجرائیه رئیس نصیب خان له قوله ویل شوي، لوبغاړي باید د نظم سربېره خپل ځانونه هم جوړ کړي. لوبغاړي باید په توپوهنې، ډګرساتنې، تکړښت او توپ اچوونې پوره کار وکړي. موږ ډېری وخت له نورو لوبډلو په کم توپیر ماتې خورو او یا یې په کم توپیر ګټو : «زموږ لوبډله ډېر وخت د یوې او یا دوو منډو په جوړولو کې نه بریالي کېږي. لوبغاړي باید دې خامیو ته هم پام وکړي.»

د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وویل: د نېدرلینډ سره راتلونکې لوبې کمې نه ګڼو او باید ورته پوره چمتووالی ونیسو.

نوموړي زیاته کړه:موږ دا هم په پام کې لرو چې نورو لوبډلو سره څنګه لوبې وکړو. زموږ هدف لوړ دی. زموږ نورې لوبې له بنګله‌دېش، پاکستان او هندوستان سره دي او هڅه به مو دا وي چې له پیاوړو لوبډلو سره یوازې لوبې ونه کړو، بلکې زموږ لوبې به د ګټې په موخه وي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه د نیدرلنډ لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي. دغه لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د غوره لیګ سیالیو برخه دي، چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه کېږي. افغان لوبډلې تر دې مهاله په سوپر لیګ سیالیو کې درې سیالۍ د ایرلینډ پر وړاندې کړې چې درې واړه یې ګټلې دي او اوسمهال ۳۰ نمرې له ځان سره لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: