د زړه د حملې په اړه طبي توصيه

د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه رګونه چې پخپله زړه ته وينه او اکسيجن ورسوي يودم بند شي.
د زړه د حملې نښې نښانې:
– د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي
– د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي
– خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې
– د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس
– چټک، کمزوری او غير منظم نبض
هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال ته تکيه و وهئ او حرکت و نه کړئ. که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي. روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ.

ډاکټر امان شمس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: