له ملي تلويزيون سره د ملا عبدالغني برادر د مرکې مهم ټکي

ليکونکی: سليمان سعيد «غلجی»

يادونه: د خبریال له پوښتنو پرته، یوازې د برادر صاحب ځوابونه مې په لیکلې بڼه راټول کړي دي.

بسم الله الرحمن الرحیم
د اسلامي امارت لومړۍ او تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا ده چې په ټول هېواد په بشپړه توګه حاکم دی؛ له بدخشانه تر هراته او په ټول هېواد کې داسې امن قائم دی، چې هيچا يې تصور نه شو کولی. يعنې داسې يو نوی نظام او دومره مثالي امنيت…؟! همداراز يوه بله لويه لاسته راوړنه دا ده چې د کابېنې او ټولو ادارو تشکيلات برابر شوي دي او ټولې ادارې فعالې دي.
اسلامي امارت اوسنيو اقتصادي مشکلاتو ته پوره متوجه دی، په ډېر جديت سره د حل لارې لټوي. موږ الحمدلله ډېر زیات عايداتي منابع لرو، موږ هڅه کوو چې د معدنياتو برخه کې کار وکړو، استخراج ته يې زمينه برابره کړو او نورو هېوادونو ته يې صادر کړو.
يو څه ستونزې شته، خو دا طبيعي خبره ده؛ کله چې يو هېواد کې نوی نظام حاکميږي او نوی اقدار رامنځ ته کيږي، نو حتماً په بېلا بېلو برخو کې يو څه مشکلات رامنځ ته کيږي، خو موږ هرې برخې ته متوجه يو او ان شاء الله ژر به ستونزې حل شي.
د يو شمېر اقتصادي ستونزو له امله تعليمي نظام له ستونزو سره مخ دی، موږ هڅه کوو چې ستونزې حل کړو او تعليم عام کړو، تعليم د هر چا حق دی. همداراز د پوهنتونونو په لړ کې يو شمېر ټولنيزې او اخلاقي ستونزې هم شته، موږ ته د تعليم په برخه کې د پخوانۍ ادارې طرز او سيستم د منلو نه دی، موږ هڅه کوو چې د ښځو لپاره داسې ماحول برابر کړو چې هغوی بيخي په امن وي، بيا به هغوی په ډاډه زړه خپل تعليم ته ادامه ورکوي.
دا چې امريکا نارې وهي چې طالبان د دوحې توافق نه عملي کوي، دا خبره يې بالکل برعکس ده، د دوحې تړون موږ نه، امريکايانو نقض کړی. دوی له موږ سره د دوحې تړون کې منلې وه چې په څوارلس مياشتو کې به وځي، خو ونه وتل، څو مياشتې نور هم وځنډېدل. بل دا چې د دوحې د تړون مطابق د بين الافغاني مذاکراتو د شروع پر مهال په معين وخت کې به زموږ بنديان ازاديږي، خو هغسې يې ونه کړل. دغه راز نورې ډېرې سرغړونې يې کړې دي. نو تړون چا نه دی عملي کړی، موږ که دوی؟! امريکايان دې داسې څه راوښايي چې موږ د دوحې تړون نقض کړی وي؟!
موږ نه غوښتل چې کابل ته په زور داخل شو او دا مو له امريکايانو سره هم په دوحه کې ويلي وو، د کابل د فتحې په ورځ سهار اته بجې موږ اعلاميه خپره کړه چې موږ کابل ته په زور نه ننوځو، خو نهه نيمې بجې له کابل څخه موږ ته داسې پيغامونه راغلل چې د کابل ادارې اکثره چارواکي تښتېدلي دي، حکومت نشته، ټولې لويې او وړې ادارې خالي دي، حتی خلک راځي او د دولتي ادارو سامانونه لوټي، نو طالبان بايد راشي او د چور، تالان او د خلکو د مالونو د ژغورنې او وضعيت د کنټرول لپاره بايد کابل ته داخل شي، نو موږ مازديګر څلور بجې د جنرال مکنزي په ګډون له امريکايانو سره عاجل مجلس راوغوښت، مکنزي نه ؤ موافق، خو موږ ورته وويل چې که تاسې د دې ضمانت کوئ چې هلته به د خلکو مالونه، حکومتي دفترونه او نورې ادارې نه چور کيږي، نو موږ اوس هم په خپله وعده ولاړ يو او کابل ته نه داخلېږو، خو که دا ضمانت نه شئ کولای، بيا نو موږ مجبور يو چې کابل ته ننوځو، وضعيت قابو کړو او د خلکو د مالونو او حکومتي ادارو د چور او تالان مخه ونيسو. نو ځکه مو بيا په دوهم ځل مجاهدينو ته امر وکړ چې کابل ته ننوځي.
توافق داسې شوی ؤ چې موږ ته به په سوله ييزه توګه واک سپارل کيږي، مو دا خبره هغه مهال هم زموږ زړه ته نه لوېده، ځکه چې د دوی په زړونو کې ډېر زيات وهم، رعب او هيبت لوېدلی ؤ، موږ همداسې بلله چې که موږ کابل ته ورنژدې شولو، دوی به خپله تښتي او دوی هماغسې وکړل، څرنګه چې موږ ګومان پرې کاوو. دا موږ ته ناممکنه ښکارېده چې موږ د کابل څنډو ته ورنژدې شو او دوی پاتې وي.
موږ د اشرف غني د وژلو هيڅ پلان نه درلود، دا خبره بالکل غلطه ده. هغه نور چارواکي چې دلته پاتې دي او هره ورځ له نړيوالو سره ملاقاتونه هم کوي، کوم مشکل ورته پېښ شوی دی؟ که نه په جرم کې خو دوی ټول يو شان دي. د اميرالمؤمنين د عفوې فرمان ټولو ته عام ؤ، هغه که پاچا ؤ که ګدا. او همدغه د اميرالمؤمنين د عمومي عفوې فرمان په برکت الله تعالی فتح رانصيب کړه. موږ عفوې ته ژمن يو، موږ د خپل مشرتابه فرمان منلی دی.
زموږ حکومت ټول شوله دی. اسلامي امارت د يوې ډلې نه، بلکې د يو نظام حيثيت لري او هيڅ داسې قوم نه دی پاتې چې هغه په اسلامي امارت کې د خپل استعداد او اهليت مطابق ونډه نه لري، اسلامي امارت کې د افغانستان ټول قومونه ګډون لري.
موږ ته په لومړيو وختونو کې امريکايانو د تېرې ادارې د يو شمېر کسانو نومونه يادول چې دوی ته ونډه ورکړئ، خو دا چې هغه اداره ډېره زياته فاسده او خلک يې ډېر مفسد وو، نو موږ دا پرېکړه وکړه چې دغه خلک موږ سره په نظام کې برخه نه شي اخيستلی. په دغو څو کسانو ټول نظام بدناميږي او د دغو خلکو سمېدل نشته، فساد د دوی عادت دی. دوی به بيا هم فساد، غلا، قتل او نور جرايم تر سره کوي، نو ځکه موږ خپل نظام په دغسې خلکو نه بدناموو. البته يو شمېر داسې خلک هم پکې شته چې امکان لري، موږ يې په تدريج له ځان سره ملګري کړو.
تاسې فکر وکړئ، موږ بشري حقونو ته درناوی نه لرو، که امريکا؟!
امريکا افغانستان په ډېر بد حالت پريښود، دغه نهه نيم ميليارده ډالره پیسې د اشرف غني وې که د افغان ملت؟ ولې يې کنګل کړې؟ ولې يې د اسلامي امارت په راتګ سره د روغتيا اړوند مرستې بندې کړې؟ روغتيايي خدمات خو يوازې امارت پورې مربوط نه دي، روغتيايي خدمات خو عام دي، نو ولې نړيوال بانک د روغتيايي پرسونل معاشونه بند کړل؟ امريکا ولې د افغانستان هوايي ميدانونه، الوتکې او رادارونه خراب کړل، دا خو د ملت شتمني وه، نو ايا موږ د بشر حقوق تلف کړي، که دوی؟!
همداراز د ښځو د حقوقو په برخه کې زموږ او د دوی فرق وګورئ. زموږ د نظام له حاکميت راهيسې داسې يوه پېښه نه ده ثبت شوې چې له يوې ښځې سره خدای مه کړه، ناوړه او غير اخلاقي چلند شوی وي، مګر د دوی په جوړه کړې اداره کې حتی د هغو خلکو له مېرمنو سره هم غير اخلاقي چلند کېده، چې مېړونه او سرپرستان به يې د دوی د ادارې په دفاع کې وژل شوي وو. موږ د هر چا د سر، مال، ناموس او عزت ذمه وار يو، البته ځينې ځينې وړې او جزې پېښې خو هر ځای پيښيږي. نو د بشر د حقوقو محافظين څوک دي؟!
اسلامي امارت د رسميت پېژندنې ټول شرايط پوره کړي دي، دا چې بيا هم موږ په رسميت نه پېژني، دوی يو عقده يي چلند کوي. البته که موږ بيا هم په رسميت نه پېژني، يو څه ستونزې او مشکلات به ايجاد شي، خو دغه ستونزې يوازې افغانانو پورې اړه نه دي، په دغو ستونزو کې به هم زموږ ګاونډيان کړيږي او هم سيمه او نړۍ. نو نړۍ بايد په خپله دغه موقف تجديد نظر وکړي.
موږ د کنګل شويو پيسو د خلاصون لپاره هڅې کړې دي او کوو يې، خو امريکا هسې ډول ډول بهانې کوي. دوی نه يوازې دا چې دغه پيسې يې کنګل کړې دي، بلکې د تېرې ادارې د کارمندانو د دريو مياشتو معاشونه يې هم له ځانه سره يووړل. خو موږ حتی په دغه نيستي او مشکلاتو کې هم معاشونه اجراء کوو.
د تېر حکومت له کارمندانو سره د زور زياتي پېښې شخصي بڼه لري، هغوی په خپل وخت ډېر زيات ظلمونه کړي، خلک يې ربړولي او ځورولي دي، نو دا اوس چې څه بيښيږي، اکثره پېښې يې د شخصي انتقام په توګه تر سره کيږي، خپله اسلامي امارت په دغو پېښو کې هيڅ قسم دخيل نه دی، البته موږ بيا هم د دغسې پېښو اړوند عاملي نيولي دي او چا ته د دغسې کار اجازه نه ورکوو، مجرمينو ته به د مشرتابه د حکم مطابق سزا ورکول کيږي.
د وروستي تحول پر مهال يو شمېر غله، لوټمار او مجرمين د اسلامي امارت صف ته په پټه راننوتلي، دوی د غلا په شکل پټ ګرځي، خو دا چې دوی د اسلامي امارت د بدنامۍ لامل ګرځي، نو ځکه موږ د تصفيې کميسيون په نوم يو نوی تشکيل رامنځ ته کړ، تر څو د اسلامي امارت صفونه له هر ډول مفسدينو او مجرمينو پاک شي.
د نوي مقاومت په نوم خلک هيڅ هم نه شي کولی، هغه وخت چې امريکا او پنځه څلويښت هېوادونه د دوی ملګري وو او ځمکه او فضا د دوی په کنټرول کې وو، هغه وخت دوی د ټينګې نه وو، نو اوس زموږ دا باور دی چې به ټول افغانستان کې حتی يو کلی هم نه شي نيولی. موږ په دې پوهيږو چې دوی هيڅ نه شي کولی، خو د دوی مشکل له شرعي نظام سره دی، نو هسې د خولې نارې وهي.
موږ د اقتصاد برخې ته پوره متوجه يو، د معادنو په برخه کې مو کار شروع کړی دی، تجارانو او پانګوالو سره مو ناستې کړې دي، هغوی په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي. خو نړيوال قصداً بشري ناورين ته لابي کوي. نړۍ او امريکا زموږ د اقتصادي پرمختګ مخنيوی کوي، خنډونه جوړوي او هڅه کوي چې اقتصاد مو خراب او په لوی لاس بشري ناورين او بحران رامنځ ته کړي.
کله چې دلته سختې لوږې وې، هره ورځ دوه سوه افغانان وژل کېدل، تر هغه بدتره بشري ناورين بل ؤ؟ نو هغه حالات چې افغانانو وزغمل، اوس خو الحمدلله د ټولو افغانانو سر خوندي دی، امن شته او ان شاء الله ډېر ژر به زموږ اقتصاد هم پياوړی شي.
موږ د بشري مرستو هرکلی کوو، خو د دې پر ځای دې موږ په رسميت وپېژني چې نړۍ سره تجارت وکړو، تګ راتګ ولرو او په رښتينې معنی اقتصاد پياوړی کړو، په بشري مرستو اقتصاد نه پياوړی کيږي.
اوس زموږ په هڅو، الحمدلله يو شمېر هېوادونو سره زموږ اړيکې جوړې شوې دي او زموږ الوتکو ته اوس د تګ راتګ اجازه ورکوي، نو اميد لرو چې ډېر تجاران او پانګوال به راشي او په افغانستان کې به سرمايه ګذاري وکړي.
په اسلامي امارت کې هيڅ خپل منځي اختلافات وجود نه لري. څه موده مخکې يو شمېر رسنيو زما په اړه ډېر زيات منفي تبليغات وکړل، چې ګواکې له محترم خليفه صاحب سره زه اختلافات لرم، زه هغه مهال کندهار کې وم، بيا ملګرو ويل چې دغسې تبليغات روان دي، نو بيا ما خلکو ته ډاډ ورکړ.
اختلافات د ځان غوښتنې، منصب او ماده پرستۍ له وجې رامنځ ته کيږي، خو د اسلامي امارت صف کې هيچا ته دغه شيان هيڅ اهميت نه لري، موږ د اشرف غني او عبدالله په شان په منصبونو لانجې او سيالۍ نه کوو، نو د اسلامي امارت صف کې د اختلافاتو شتون هيڅ حقيقت نه لري، دا هسې درواغجن تبليغات دي، هېوادوال دې هيڅ تشويش نه کوي، موږ کې د اختلافاتو رامنځ ته کېدو عوامل نه دي موجود.
موږ له نړۍ غواړو چې اسلامي امارت په رسميت وپېژني، خو که نه مو پېژني هم، موږ خپلو اقتصادي پرمختګونو، هلو ځلو، د معدنياتو استخراج، صنعت او تجارت ته ادامه ورکوو او خپلې ستونزې په خپله حلوو. البته دا چې دوی نن په موږ بنديزونه لګوي او په رسميت مو نه پېژني، علت يې دا چې دوی په افغانستان کې خپله ماته او خپل شرم په دغو بنديزونو پټوي، خو دغه بنديزونه او تبليغات د افغان ملت او اسلامي امارت په روحيه هيڅ منفي تأثير نه شي کولی. الله تعالی له هر ژوندي موجود سره د رزق وعده کړې ده، موږ عقيده لرو چې الله تعالی به مو ښه ساتي، موږ د معدنياتو د استخراج په برخه کې کار کوو او هڅه کوو چې خپل اقتصاد ورغوو. زموږ رزق يوازې له رسميت پېژندنې سره نه دی تړلی، رزق الله تعالی راکوي.
خپل ګران مسلمان ملت ته سلامونه او احترامات وړاندې کوم، خپلو مسؤلينو ته د خير دعاګانې کوئ چې د خپل ملت پوښتنه وکړي، د شهيدانو او معلولينو حال واخلي او خلکو ته د تعليم زمينه برابره کړي. ملت بايد له صبر او زغم څخه کار واخلي، الحمدلله امنيت خو بيخي ښه دي، د اقتصاد په اړه هم موږ په هره غونډه کې پلانونه جوړوو. موږ د ټولو ستونزو حل ته متوجه يو، اندېښنې مه کوئ، مطمئن اوسئ.
د شخصي ژوند په اړه:
په جهادي امورو کې د ډېر مصروفيت له امله مو په مياشتو مياشتو خپلو بچيانو سره نه شوی ليدلی، همداراز زندان مې هم تېر کړ، نو خپله د بچيانو د تعليم لپاره فارغ شوی نه يم، خو لکه څرنګه چې نور ته په تعليم امر کوو، خپله مو هم په کور کې تعليم ته تر خپله وسه توجه کړې ده. درې زامن مې له ديني علومو فارغ دي؛ دستار بندي يې کړې ده، څلورم چې تر ټولو مشر دی، د جهادي امورو له امله له درسونو پاتې ؤ، اوس بيا پرې لګيا دی. مشرې لورانې مې نشته، خو کشرانو بچيانو ته مو په کور کې د زدکړو بندوبست کړی دی.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: