روسي پانګه‌وال په هېواد کې  پانګې اچوونې ته چمتو شوي دي

عزم (سه شنبه، ۱۴مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ریاسة الوزراء لومړی مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له افغان او روسي پانګه‌والو له ګډ پلاوي سره یې لیدلي دي او روسي پانګه‌والو د تېلو، غازو او تصفیې په برخه کې پانګې اچوونې ته چمتو شوي دي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا مرستیال محترم مولوي صاحب عبدالسلام حنفي د افغان او روسي پانګوالو ګډ پلاوي سره په کتنه کې د نفت او ګازو د را اېستلو او تصفیه کولو ځای د تاسیس په اړه، د سي ان جي او ال ان جي دستګاوو او د سمنټو د تولید شرکت د ایجاد په اړه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.

افغانستان ګڼ شمېر کانونه لري، چې د اوږدو جګړو له امله دغه کانونه تر اوسه استخراج شوي نه دي او ځینې په ناقانونه او او نامسلکي ډول د زورواکو او پخوانیو چارواکو له لوري استخراج شوي، چې ګټه یې یوازې هماغوی کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: