د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د څښاک د اوبو د ۹۸ پروژو د پلي کولو تړونونه لاسلیک شول

عزم (سه شنبه، ۱۴مرغومی، ۱۴۰۰ل): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د څښاک د اوبو او حفظ الحصوي خدمتونو د ۹۸ پروژو تړونونه د اړوند د کلیو له پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک کړل.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې دغه پروژې به د روزګان، بادغیس، بدخشان، بامیان، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، تخار، جوزجان، خوست، ډایکنډي، زابل، سمنګان، لغمان، غور، کونړ، کندهار، لوګر، وردګ، ننګرهار، نورستان، هلمند، هرات ، فراه ، کندوز او سرپل ولایتونو په بېلا بېلو کې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د ریاست له طریقه تطبیق شي. :«د اوبو رسولو په دغه پروژو کې، چې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د ریاست له طریقه تطبیق کیږي، د هېواد په پورته ذکر شویو ۲۷ ولایتونو کې د اوبو رسولو د ۸۹ شبکو جوړول؛ په دوو ولایتونو کې په لاسي بمبو سمبال د ۵۰ څاه ګانو جوړول؛ د روزګان ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو په کلینیکونو کې د ۶۰۰ صحي مبرزونو جوړول او خلکو ته د ټانکرونو په مرسته د څښاک د پاکو اوبو برابرول شامل وو. »

د خبرپاڼې له مخې، د یادو شویو پروژو مجموعي قېمت څه د پاسه ۳۵۷ مېلیونه افغانۍ کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) لخوا ورکول کېږي. د دغه پروژو په تطبیق سره به مجموعاً د ۱۸۳،۰۰۰ کسانو لپاره د څښاک د اوبو او حفظ‌الصحې سهولتونو چمتو شي.  ددغو پروژو د جوړولو چارې به دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۳۰۵،۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړي. :« همدارنګه له  هغو موسسو سره، چې د هېواد په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الحصي خدمتونه چمتو کوي، نهه تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول. یادې شوې موسسې به د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د څه باندې (۱۶ میلیونه ډالرو) په ارزښت د څښاک د اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي (واش) مختلفې پروژې تطبیق کړي. ددغه پروژو څخه به مجموعا (۱،۲) میلیونه هېوادوال برخمن شي.»

د کلیو د بیارغونې او پراختیا د ودانیزو چارو معی مفتي سیداحمد مستقیم وویل، د ا.ا.ا. لکه څنګه چې د اشغال او بې‌عدالتیو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړه؛ دوی به همدغسې د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره مبارزه کوي. نوموړي څرګنده کړه چې د اسلامي امارت غړي د ولس له غیږې راپورته شوي او د ولس له درد او ستونزو څخه ښه خبر لري او د دوی د ستونزو د هواري لپاره به تل کوښښ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: