مسیر ورځپاڼه: د افغانستان راتلونکی پوځ لپاره باید په جدیت کار وشي

عزم (سه شنبه، ۱۴مرغومی، ۱۴۰۰ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د دفاع وزرات په هغو خبرو بحث کړی دی، چې ویلي یې د سل زره کسیز پوخ جوړولو لپاره پلانونه برابر کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي، د پولیسو او استخباراتو د جوړولو لپاره هم کارونه روان دي.: «اسلامي امارت وايي چې د سل زره کسیز پوځ د جوړېدو لپاره یې ټول پلانونه برابر کړي دي. د امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغه پوځ کې به پخواني مسلکي افسران هم داخلېږي. لا معلومه نه ده چې دا پوځ به کله بشپړیږي او بیا به ددې پوځ تمویل او تجهیز له کومو لارو چارو کېږي. له دې سره هم‌مهاله د استخباراتي ځواک او د پولیسو پر جوړولو هم کار روان دی چې د شمېر په اړه یې کره معلومات نشته.»

د سرلیکنې له مخې، پوخ د هر هېواد لپاره مهم دی او افغانستان بیا د شریرو ګاونډیو په منځ کې پروت دی، چې یو هېواد یې هم نه غواړي چې افغانستان دې پیاوړی پوځ ولري.

«د اسلامي امارت له خوا د پوځ د جوړېدو چاره له څو اړخونو غوره ګام دی. لومړی دا چې هر هېواد باید رسمي پوځ ولري، ځکه چې همدا پوځ بیا د یوه هېواد ساتندوی وي او آن نور هېوادونه ورسره چلند هم د هغه پوځ او زور ته په کتو سره کوي. بیا د افغانستان لپاره ځکه پوځ مهم دی چې له یوه اړخه هر وخت د لویو قدرتونو له ګواښ سره مخ دی او له بله اړخه د شریرو ګاون‍ډیانو په منځ کې پروت دی. د شریرو ګاونډیانو له شر څخه د خلاصون لپاره موږ باید پوځ ولرو، ځکه چې زموږ ډیری ګاونډیان لا هم نه غواړي چې په افغانستان کې امن او ثبات وي. ان دا فکر او نظر اوس د تاجکستان په شان له یوه کمزوري هېواد سره هم دی چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي او امن و ثبات له ستونزې سره مخ کړي. له همدې امله پوځ مهم دی او پکار ده چې په جدیت یې د جوړولو لپاره کار وشي. دویم دا چې موږ ته له پخوانۍ ملي اردو ډېره وسله او تجهیزات راپاتې دي، چې باید ښه وساتل شي او موثره ګټه ترې واخیستل شي.‌ داسې وېره وه او لا شته چې موږ ته را پاتې پوځي وسایل او تجهیزات به ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شي او یا به هم په کور دننه تخریب او له کار ولوېږي، خو که موږ یو منظم پوځ ولرو، نو بیا دا ټوله وسله او تجهیزات خوندي کوي او خپله ترې د هېواد په ګټه کار اخلي. د یوه منظم پوځ د جوړېدو درېیمه ګټه دا ده چې لا هم ګ‍ڼ طالب نظامیان بې برخلیکه دي، دوی باید د حکومت په یوه برخه کې په رسمي دنده وګومارل شي، ځکه چې له یوه اړخه یې دا حق دی او له بله اړخه که دوی ناراضه شي، ښايي نورې مخربې کړۍ ترې د اسلامي امارت او هېواد پر ضد ګټه پورته کړي،‌ نو ځکه دوی باید په یوه منظم پوځ کې تنظیم شي چې هم یې حق ورکړل شي او هم به له ځینو ممکنه ناراضه کېدونکو د ناوړه ګټې اخیستنې مخه نیول شوې وي.»

د مسیر په باور، د پوځ له جوړولو سربېره باید اسلامي امارت د پوځ د تجیهز ته هم پام وکړي؛ ځکه پوځ پوره تجهیز او تمویل ته اړتیا لري.

«د اسلامي امارت له خوا د منظم پوځ جوړول له هره اړخه یوه غوره ګام دی، خو سر له اوسه باید دې ته هم پام وشي چې ددغه پوځ تمویل او تجهیز به څوک او په کومو امکاناتو کوي. که دا پوځ یو ځل بیا د تېرو هغو په شان د نورو په مرستو چلېږي او جوړیږي، نو بیا یې موثریت له منځه ځي، خو که پر خپلو امکاناتو وي او د تمویل او تجهیز داخلي لارې چارې یې پیدا کېږي، نو بیا د یوه واقعي پوځ تمه ترې کېدای شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: