له چاپلوسانو سره د عمر رضي الله عنه چلند…!

عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته د کوفې خلکو د خپل امیر شکایتونه وکړل، نو عمر سره اندېښنه شوه چې کوفې ته ښه او غوره سړی د امیر په توګه ولیږي.
یوه ورځ یې مجلس کې وویل: غواړم چې پیاوړی، امانتدار او ښه مسلمان سړی پیدا کړم او کوفې ته یې د امیر په توګه ولیږم.
یوه سړي ورته وویل: زه به همداسې سړی دروښیم، هغه ستا زوی عبد الله دی.
عمر رضي الله عنه ورته وویل: الله دې مړ کړه، قسم دی که دا خبره دې د الله لپاره کړې یي.
سیرة عمر بن الخطاب لابن الجوزي.
مطلب د هغه سړي موخه چاپلوسې وه، خو عمر هغه په خوله کې وواهه، د هغه خبره یې رد کړه، هغه ته یې ښېرا وکړه او هغه یې پوه کړ چې ته چاپلوسې کوې او ته باید پوه شې چې د عمر په مجلس او دربار کې چاپلوسې لکه ناچله او کوټه پیسه داسې ده، هلته چاپلوس سپکیږي او ترټل کیږي.

استاد حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: