اسلامي امارت: د امریکایي عسکر له خوا د اختطاف شوې افغان ماشومې د خلاصون لپاره جدي هڅې کوو

عزم ــ (يکشنبه، ۱ عقرب، ۱۴۰۱): د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت؛ د یو امريکایي پوځي له خوا د افغان ماشومې اختطاف ته جدي غبرګون ښودلی، یاده کړنه یې لوی جنایت بللی او د هغې د خلاصون لپاره یې امریکایي حکومت سره د جدي خبرو خبر ورکړی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي: له باوري سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د امریکا متحده ایالتونو په ویرجینیا ایالت کې د امریکا سمندري ځواک یوه عسکر (جوشوا ماسټ)، هغه یوازنۍ ژوندۍ پاتي افغان ماشومه له خپلوانو یرغمل او د خپلي کورنۍ د غړي په صفت له ځان سره ساتلې، چې د دوی په بمبار کې یې د کورنۍ ټول غړي په شهادت رسیدلي وو.
په اعلاميه کې ویل شوي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دا قضیه د اندېښنې وړ، له انساني کرامته لیري او بشر ضد کړنه بولي او دا موضوع به له امریکایي چارواکو سره په جدي ډول تعقیب کړي تر څو یاده ماشومه بیرته خپلي کورنۍ ته وسپارل شي.”
همداراز؛ د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغان ګډوالو په اړه هم جدي اندېښنه څرګنده کړې، چې امریکایانو د خپلو ملګرو او متحدینو په نوم ځان سره له افغانستانه ایستلي، خو نیمه لاره کې یې پرې ایښي او له تېر یو کال راهیسیې د مختلفو هیوادونو په کمپونو کې په بد حال پراته دي او هیڅ برخلیک یې نه دی معلوم.
“د یادولو ده چې د لسګونو ماشومانو په ګډون، په لسګونو زره افغانان، چې امریکا او متحدینو یې په نامناسب ډول له هیواده ایستلي، اوسمهال په مختلفو کمپونو کې بې برخلیکه او له انساني حقونو بې برخي ساتل کیږي.”
د بهرنیو چارو وزارت پر یادو هیوادونو غږ کړی، چې د مهاجرت د نړیوال قانون له مخې او د قونسلي خدماتو له لارې افغان کډوال له انساني او قانوني حقوقو برخمن کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: