د پردیو افکارو او مفاهیمو ناخوالې…!

فاطمه حجاز
نن په افغاني ټولنه کې تر ډېره حده له بهر څخه وارد شوي افکار او مفاهیم تقلیدول، علمي او فکري پرمختګ ګڼل کیږي. په ټولنه کې هغو اشخاصو او افرادو ته د لوړې علمي سویې په سترګه کتل کیږي، چې غربي ملکونو کې یې تحصیل کړی وي او هغه نور بیا د تمدني پرمختګ خاوندان ګڼل کیږي، چې له غربیانو سره په مو‌ډ، فیشن، کړو وړو، جامو، اخلاقو او د ژوند د ډول په انتخاب کې ورته والی ولري.
دغه حالت د مستشرقینو او غربي حکومتونو د نه ستړې کېدونکو هڅو په نتیجه کې، د یوې اوږدمهاله زماني وقفې په اوږدو کې، په افغانستان او اسلامي نړۍ کې رامنځته کړل شو، تر څو د ټولنې عمومي ذهنیت د پردیو افکارو او نظریاتو پر وړاندې کوم حساسیت او بېګانګي ښکاره نکړي.
هر بهرني او بېګانه، فکر او مفهوم هېواد ته له راننوتلو سره هم مهاله ځوانان، پېغلې، بوډاګان او حتی عمر خوړلې ښځې ملګرې کړې دي. په ټولنه کې دې ته نه کتل کیږي چې لومړی باید دغه فکر او مفهوم د ایمان او عقیدې په تله وتلل شي، که له اسلامي عقیدې سره موافق او منطبق وو ویې مني، خو که له اسلامي عقایدو سره په تضاد کې وو نه یوازې دا چې رد یې کړي، بلکې د کورنۍ او ټولنې نور وګړي هم ورڅخه منع کړي او په ورته مسایلو یې پوه کړي. خو افغاني ټولنه کې د یو څه د قبلولو معیارونه شخصي خوښه او اقتصادي ګټه ګرځېدلي دي.
د عامو خلکو او حتی د دیني عالمانو شیخانو او ملایانو له لوري دې مواردو ته اصلا توجه نه کیږي، د ګوتو په شمېر څو تنه که پیدا شي چې واردو شویو افکارو او مفاهیمو کې د پلو لاندې مولی پېژني، په نغښتو او پټو اهدافو یې پوهیږي، هڅه کوي نور خلک یې په ګټه او تاوان پوه کړي او د فکر او مفهوم تر شا هغه پټ اهداف خلکو ته ور په ګوتو کړي چې په خوږو، غوړو او نرمو الفاظو او کلیمو کې پټ دي.

زموږ د تېر او ننیو بدبختیو لامل یوازې دا دی چې هرې پلیتې نظریې، هر ګنده فکر او هر کفري مفهوم دلته ملګري او پیروان پیدا کړي دي. دلته چې څومره وینې تویې شوې دي، څومره میندې بورې شوې دې، څومره خویندې کونډې شوې دي او چې څومره ماشومان یتیمان شوي دي، لامل یې یوازې او یوازې پردي افکار، پردي نظریات او پردي مفاهیم دي.

په تېر کې د کمونیزم کفري نظریې موږ وځپلو. زموږ عقیده، زموږ ناموس او زموږ ژوند د دې نظریې او فکر د خپراوي لپاره قرباني شول. د کمونېزم کفري نظریه وه چې د یو نیم ملیون خلکو ژوند یې واخیست او پنځه ملیونه نور یې د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ کړل. لازمه خو دا وه چې د ټولنې رهبران او مشران یې په وړاندې درېدلي وای، خو دغې کفري نظریې تر ټولو لومړی زموږ د نوي نسل د روزونکو او ښوونکو په سرونو کې ځای ونیو، وروسته یې د کابل پوهنتون په محصلینو کې ریښې وکړې او د وخت په تېرېدلو سره ټول ملت له موږ پردی شو.
هغوی چې د دې کفري نظریې په وړاندې د عقیدې او ناموس د دفاع لپاره جنګېدل د اشرارو په نوم به پېژندل کېدل، خو د کمونېزم له کفري فکر څخه د فکري آزادۍ غوښتونکي؛ نه د وخت ظلمونو، وحشتونو او ناخوالو اېل کړل او نه هم د لیلې دښتې وکولی شول چې له خپل پراخوالي سره سره دوی په خپله خېټه ننباسي.

دوی په مېړانې سره وجنګېدل په خپلو سینو کې یې د اسلام پر ځای کمونېزم ته ځای ورنکړ او د بې شمېره قربانیو، شهادتونو، زخمونو او هجرتونو وروسته یې کمونستان مات کړل خو په ټولنه کې کمونست او نیمه کمونست افکارو په پراخه پیمانه شتون درلود. د کمونستانو له نظامي شکست سره سره بیا هم دلته نه شریعت تطبیق نشو، نه الله ته د اله ځای ورکړل شو او نه هم اسلامي نظام قایم شو. زموږ بې شمېره افسانوي قربانی په اوبو لاهو شوې او یو ځل بیا د پردیو افکارو او نظریاتو ښکار شوو.

نن یو ځل بیا په دغې جهادپاله خاوره کې د پردیو کفري افکارو اشغال له نظامي ماتې سره مخ شو او دغه نه اېل کېدونکې خاوره یو ځل بیا الله تعالی د خپلواکۍ په نعمت ونازوله. د اسلامي نړی په تاریخ کې چې کله هم یو هېواد له غربیانو آزادي اخستې، هلته رښتیني مسلمانان حاکمان شوي نه دي، بلکې غربیانو به هغو خلکو ته د حاکمیت چارې سپارلې چې په سیمه کې به د دوی ګټو ته ژمن وو، اسلامي اصلیت او اسلامي فکر به یې بایللی وو او پخپل هر عمل کې به یې د خپلو غربي بادارانو خوښې ته کتل، خو افغانستان کې د اشغال له ختم سره هم مهاله د دوی د بال و بچ حاکمیت ته هم د پای ټکی کېښودل شو.

خو هغه څه چې تل به زموږ آزادي ګواښوي په ټولنه کې په پراخه پیمانه د پردیو افکارو او مفاهیمو شتون دی. د شل کلن اشغال پر مهال ولسي ذهنیتونه تر وروستۍ کچې پر پردیو افکارو او مفاهیمو ورنګول شول، پردي قوانین او پردي اصول د ټولنې په احساساتو او عواطفو کې پیچکاري کړل شول، داسې یو نسل وروزل شو چې پرمختګ او ترقي یوازې او یوازې د غربي مډرنیت په زانګو کې ویني. زموږ خپل قوانین، خپل اصول، خپل ارزښتونه او خپل مفاهیم یې نه یوازې دا چې رانه پردي او بېګانه کړل، بلکې ذهنیتونه یې په وړاندې راپاڅول او د بشریت د دښمن په نوم د علم او ترقی له کاروان څخه وشړل شول. دا ټولې هغه ناخوالې دي چې پرون یې هم زموږ د آزادی د منار پښې ولړزولې.

مبارزین او د فکر خاوندان که غواړي چې په هېواد کې مو د یوې بلې ناخوالې د رامنځته کېدلو مخه ونیول شي، نو باید په ټولنه کې د اسلامي ویښتابه، عمومي ذهنیت سازي او فکر جوړونې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او د دغو وژل شویو مفاهیمو بیا راژوندي کول خپله دیني وجیبه وبولي، تر څو د پردیو افکارو او مفاهیمو په اړه عقیدوي، دیني، سیاسي، اجتماعي او اقتصادي ولسي فهم رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: