کنډواله جومات (خاطره)

حمزه الیاس

د ژوند شپې او ورځې تېریږې یوه ورځ ډېر خفه غوندې وم، چې کله لمر خپلې وړانګې ختمې کړې او د غره شاته یې پناه یو وړه نو یو ځوان په بلالي ژغ کې ښکلی اذان وکړ، وروسته مې د ماښام لمونځ وکړ نو په همدې وخت کې مې یو خوږ ملګری له کاري دفتر څخه راغلی او دواړه د مجلس لپاره دالان له غېږ نه بهر ته راغلو
چې مجلس مو شروع کړی لا نه و چې مو مشر ملګری راته غږ کړ او ويې ویل راځه چې ولاړ سو، مونږ چې کله روانېدو نو په همدې وخت کې نور ملګري هم راورسېدل، نو ټول یو ځای ملګري سو او ورو ورو پیاده روان سو، په همدې روان حالت کې مې دا سوچ په ذهن کې راغی چې اوس به چیرته ولاړ سو چې څه نیم ساعت مو پیاده مزل وکړ یو داسې کنډواله غوندې ځای ته راورسېدلو چې بیخي چا نه ویل چې دلته دې چا ټول عمر ژوند کړی وي، نو همدې ځای ته یو څو کلیوال هم راغلل، د هغه راغلو نه مې له یوه څخه وپوښتل چي دا د چا ځای دی؟ څنګه خلګ دي، د کوم ځای اوسېدونکي او د کوم قوم خلک دي؟

نو هغه کس داسې چوپ پاتې شو او په سترګو کې یې ژړا ودرېده نو راته په ژړغوني آواز یې وویل چې دا نه د چا ځای دی او ددې مالک د کوم قوم سره تعلق نه لري، او نه ددې مالک د یو ځای اوسېدونکی ددې ځای مالک د ټولې دنیا مالک دی او دې ځای مالک په هر ځای کې موجود دی، نو پوه سوم چې دا خو د الله جل شانه کور مسجد دی، وروسته یې راته وویل چي دا مسجد د ظاهر شاه په وخت کي جوړ کړل سو وروسته په هغه وخت کي په حج اوقاف کې رسمي هم سو آن د طالبانو په دوره کې هم همدې مسجد ته د طالبانو د دفاع وزیر شهید الحاج ملا عبیدالله آخند تقبله الله راتۀ، د جمعې مبارکې وعظ او نصیحت یې کاوه او لمونځ به یې ورکاوه، له هغه وروسته بیا چې طاغوتي لښکرو یرغل وکړ او د طالبانو حکومت سقوط وکړ، له سقوط نه پنځه کاله وروسته د هغه وخت دفاع وزیر رحیم وردګ چې ددې مسجد تر څنګ یې خپل کور جوړ کړ نو له دې خطره یې دا مسجد د خپلو عسکرو آرامګاه جوړه کړه او د خلګو پر مخ یې بنده کړه چې دۀ ته خطر ونه رسیږي.
نو هغه ددۀ ساتونکو به بیا په همدې مسجد کې نعوذ بالله هلکان او نجونې رقصولې او شراب به یې په کې څښل ان تر سقوطه پورې…

الحمد لله د اسلامي نظام په راتګ سره مجاهدینو هغه مسجد بیرته پرانیستی ترمیم یې کړی او خلکو ته یې د جومات اجازه ورکړه….

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: