پر ولس باندې د حکومت حقوق

فضل المنان سعید

حقوق ټول وخت له جانبینو وي،  خاوند که پر خپلې مېرمنې د خدمت حق لري مېرمن بیا حق باندې لري چې کفالت یې وکړي، همداسې د حکومت او ولس معامله ده یو اسلامي حکومت زموږ د ځان مال او ناموس ساتنه کوي، زموږ شخصي املاک او شتنمیو ته قانوني حیثیت ورکوي، پر موږ پورته شوی د هر ظالم لاس غوڅوي، زموږ شخصي ازادي تضمینوي،  زمونږ لپاره یو داسې چاپیریال جوړوي په کوم کې چې د شتمن او فقیر یو مقام وي داسې ټولنه تشکیلوي چې د نسب او نژاد پر اساس د ولس تر منځ هیڅ توپیر نه پکې کېږي، او داسې نور… نو که کوم کسان چې د حکومت له دې ټولو ورکړل شویو حقوقو ګټه اخلي خو په مقابل کې له هغو حقوقو سرغړونه کوي چې حکومت یې پر ولس لري او برعکس یې په وړاندې د پروپاګند چانس ته په کمین کې وي،د ملت دښمن باغي او غدار ورته ویل کېږي.

بناءً له حکومت څخه د خپلو غوښتنو لپاره پر دې فکر کول اړین دي چې موږ د حکومت کوم حق اداء کړی؟

غواړم دلته د حکومت ځینې بنیادي حقوق په لنډ ډول تشریح کړم‌ چې پر ولس یې لري.

اطاعت:

د حکومت لومړی حق اطاعت او فرمانبرداري ده، الله تعالی د خپل او د خپل رسول د اطاعت له یادونې سره جوخت د حاکمانو د اطاعت حکم کړی (أطیعوا الله ورسوله و أولی الأمر منکم. الآیة)  له دې څخه موږ د حاکم د اطاعت د اهمیت او ارزښت اندازه کولای شو، بیا دا اطاعت په فقر، نیستي، وچکالي، قحطي او هر حالت کې لازم دی، که څه هم د انسان فردي ګټې په خطر کې وي باید ټولنیزې ګټې په پام کې ونیسي د عباده بن صامت روایت دی چې:

“بایعنا رسول الله صلی الله علیه وسلم في الیسر والعسر والمنشط والمکره” چې له موږ څخه رسول الله په سختي او اساني فقر او نیستي هر حالت کې د اطاعت بیعت واخیستلو.

خیرخواهي:

له اطاعت سره سره ملت باید د حاکم نظام خیرغوښتونکی وي، له داسې هیڅ تخریبي پروژو سره باید همکاري ونه کړي چې ملي ګټو ت پکې ضربه رسېږي، که داسې څه مخرب خوځښت ویني باید تر خپله وسه یې مخه ونیسي او مسؤل ارګانونو ته یې خبر ورسوي.

له دې سره سره باید هر ګټور وړاندیز او سپارښتنه چې په نظر ورشي په سالمه بڼه یې باید له واکمنو سره شریکه کړي ځکه چې یو جوړ نظام او پرمختللی هیواد یوازې د حاکمانو په ګټه نه، بلکې د ټول ملت او راتلونکو نسلونو په ګټه دی.

همکاري:

مخکې مو یادونه وکړه اسلامي نظام د خدای یو ډېر لوی نعمت دی چې رعیت ته په سلګونو تحفظات او ښېګڼې رسوي، رعیت باندې هم لازمه ده چې د عبادت په توګه همکاري ورسره وکړي، د نظام له لورې چې کوم خدمت ورته متوجه وي باید په پوره امانتولۍ یې ترسره کړي، هر کس باید د هیواد ناخوالې او ستونزې خپلې ستونزې وګڼي او د حل کولو لپاره باید له دولت سره اوږه په اوږه ودرېږي، حضرت عمر ؓ درک کړه چې خلک له حکومت سره له مرستې او همکارۍ ځان کاږي، نو ټول یې راغونډ کړل او ورته یې وویل:  که تاسې زما همکاري او کومک ونه کړئ زما د همکاري لپاره به بیا څوک راځي؟

الله تعالی دې موږ ته پر هیواد د حاکم نظام شکر اداء کولو او پوره همکاري کولو توفیق رانصیب کړي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: