أموي خلافت:  (۲۹مه برخه) د حضرت معاویة رض دور خلافت او فتوحات

له دي فتوحاتو څخه یوه د أفریقیا فتح وه چي د عقبة بن عامر پر لاس باندي تر سره شوه ، عقبة بن عامر هغه څوک وو چي د قیروان ښار یي تأسیس کړ ، الله تعالی ورته بي ساري زړورتیا أو جرئت أو دیانت ورکړی وو ، د مصر په فتح کي هم دی موجود وو ، حضرت معاوية رض د أفریقیا د فتح مسئولیت د همدي أتل په غاړه ورکړی وو ، عقبة بن عامر له وخته څخه د عمروبن العاص سره د افریقیا په غزاء کي شریک پاته سوی وو ، له همدي کبله د أفریقیا او هلته د جنګ د ترتیباتو په هکله ښه معلومات ورته حاصل سوې وه ، کله چي عمروبن العاص و #فسطاط ته را وګرځیدی هلته پر #برقه نومي ځای باندې یي عقبه بن عامر د مسئول په حیث و ټاکه ، خلاصه د حضرت معاویة رض له طرفه و عقبة بن عامر ته د أفریقیا د فتح مسئولیت ورکول ډیر پر ځای انتخاب وو چي په نتیجه یي کي شمالي افریقیا فتح سوه.
حضرت معاویة رض و عقبة بن عامر ته د افریقیا د فتح د مسئولیت ورکولو وروسته لس زره جنګیالې ور ولیږل ، د بربر له قبیلي څخه چي څوک مسلمانان شوي وه هغوی هم و دې لښکر ته ور ګډ سوه چي ډیر لوی فوځ تري جوړ سو ، لښکر و مغمداش نومي ځای ته ورسید ، مغمداش د طرابلس او برقة تر مینځ یو ښار وو .
په دي وخت کي و عقبة بن عامر ته خبر ورسید چي د #ودان نومي ځای خلګو خپل هغه تعهد چي د بسر بن أرطاة سره کړی وو کله چي عمروبن العاص ورلیږلی وو، هغه تعهد یي نقض کړی ، او ټیکس یي منع کړی ، نو عقبة بن عامر دا لښکر دري برخې کړ ، د یوي برخي مشري یي خپله کول ، د بلي برخي مشر یي عمر بن علي القرشي او د بلي دا یي زهیر بن قیس البلوي وټاکه ، د #ودان په طرف روان سوه ، کله چي #فزان نومي ځای ته چي ودان ته نږدي وو، هغه ته ورسیدل له هغه ځایه یي و هغوی ته لومړی دعوت ورکړ ، هغوی هم دعوت قبول کړ ، اسلام یي راوړ ، له جزیي ورکولو څخه هم د اسلام په برکت خلاص سوه ، نو له همدي ځایه یي و فتوحاتو ته دوام ورکړ د کوار أو خاور أو غدامس په نامه یي ځایونه یي فتح کړه.
خلاصه دا چي په پنځوسم کال د هجرت ، په افریقیا کي یوي نوي دور ظهور وکړ چي د اسلام دور وو ، عقبة بن عامر چي له ډیره وخته د افریقیا په حالاتو خبر وو أو اوږده تجربه یي لرل ، او د بربر د قبیلي په وار وار د اسلام څخه ارتداد او وعده ماتول او د تعهداتو نقض کول یي هم په خپلو سترګو لیدلي وو ، او و دي یقین ته رسیدلی وو چي یواځینی لاره چي دلته اسلام بر قراره پاته شي ، او افریقیا د مسلمانانو مرکز و ګرځي ، اسلام یي و هر کور ته ور ننوځي ، نو د یوه نوي ښار و تأسیس ته ضرورت سته چي له همدي ښاره ټوله افریقیا په کنټرول کي وساتل شي ، نو د مشهور ښار چي #قیروان نومیږي د هغه تأسیس یي وکړ.
مخکي تر دي چي د ښار تهداب کښیږدي لومړی مشران قمندان د خپل لښکر را ټول کړه او دا خبرې یي ورته وکړي ( افریقیا یو داسي وطن دی چي کله یو أمیر د غازیانو ور داخل شي دوی ټوله ورته تسلیم شي ، ایمان قبول کړي ، مګر کله چي ورڅخه ووځي هماغه کسان بیرته و کفر ته رد شي ، نو أی ټولی د مسلمانانو زما دا نظر أو فکر دی چي دلته تاسو یو ښار ځان ته جوړ کړئ او دلته پاتي شئ چي د تل لپاره دلته د اسلام عزت خوندي وساتل شي ) هغوی ټولو ورسره ومنل او پر دي یي اتفاق وکړ چي دلته به د اسلام د جنګیالیو کورونه وي.
د ښار د جوړولو تر اتفاق وروسته یي د ځای په أړه مشورې پیل کړي ، چا وویل چي دریاب ته نیږدي یي جوړه وو ، مګر عقبة بن عامر ورته وویل چي دلته زه ویره لرم چي بیزنطیان ناڅاپه حمله وکړي او ښار ونیسي ، داسي ځای به ورته تعین کړو چي له دریابه دومره لیري وي چي لمونځ پکښي قصر یعني د سفر نسي ، نو د قمندانانو سره روان سو و همدغه ځای ته راغی چي اوس قیروان ښار هلته وجود لري ، دا ځای یوه لویه صحراء وه ، هر قسم وحشي حیوانان پکښي وه ، أفعې ماران پکښي موجود وه ، یوه داسي ویرونکي دښته وه چي هغه وخت ددي طمع نه کیده چي دلته څوک میشت سي.
یحیی بن عبدالرحمن بن حاطب وایي چي عقبة بن نافع په لوړ آواز په دي ځنګل کي دري واره ږغ وکړ چي أی ددي ځنګل أوسیدونکو د الله د دین د حفاظت په خاطر موږ دلته راتلونکي یو ان شاءالله ، تاسو ولاړ شئ ، یحیی بن عبدالرحمن وایي چي داسي یوه درخته او ډبره نوه چي د هغې له بیخه یو حیوان نوي وتلی ، د عقبة په هکله ویل کیږي چي مستجاب الدعاء وو یعني دعاء یي قبلیدل ، بیا یي و خلګو ته أمر وکړ چي همدا مو د أوسیدلو ځای دی.
د بربر د قبیلي بعضو کسانو چي دا وحشي حیوانان او ماران ولیده چي له ځنګله پر وتو وه اسلام یي راوړ ، خلاصه د درختو قطع کول شروع سوه ، لومړی یي مسجد جوړ کړ ، بیا یي کورونه جوړ کړه ، د پنځوسم کال د هجرت په آخیرني وختو کي خلګ هلته میشت سول ، د تعمیر په دوران کي یي غزاوې هم جاري وساتلي ، په دي وخت کي ډیرو بربریانو اسلام هم قبول کړ ، د عقبة بن نافع دا پلان کامیابه سو او هلته اسلام بر قراره پاته سو ، او د عربي ژبي تعلیم شروع سو ، ډیرو بربریانو د نورو سیمو څخه و قیروان ته خپل کورونه یوړل ، د 50 او 55 تر مینځ دا ښار همداسي آباد سو.
همدا ډول په نورو جهاتو کي هم غزا او فتوحات روان وه ، په 41 کال د هجرت د سجستان رخج نومی ځای فتح سو ، په 45 کال حکم بن عمرو الغفاري د طخارستان و قیقان سیمي ته ننوت ، په همدي کال يي د کوهستان په نامه ځای فتح کړ ، په 55 کال عبیدالله بن زیاد د جیحون تر رود ور واوښت د بخاریٰ و اطرافو ته ورسید ، په 44 کال د مهلب بن أبي صفرة په مشرۍ د فتوحاتو لمنه و سند ته را وغځیدل ، د غور شاوخوا فتح شوه.
خلاصه داچي کوم فتوحات وروسته د ولید بن عبدالملک په دور خلافت کي تر سره شوه دا نتیجه د هغه سیاست وه کوم چي حضرت معاویة رض یي أساس ایښی وو.

لیکوال: عبدالرحمن محمود

المصادر :
– الدولة الأموية للصلابى
– اﻟﻜﺎﻣﻞ ﻓﻲ اﻟﺘﺎﺭﻳﺦ.
– ﻣﻌﺠﻢ اﻟﺒﻠﺪاﻥ.
– ﻣﺪﺭﺳﺔ اﻟﺤﺪﻳﺚ ﻓﻲ اﻟﻘﻴﺮﻭاﻥ.
– سير أعلام النبلاء.
– تاريخ المغرب وحضارته

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: