د موسکا څرک / د مامور صاحب کیسه!

 

یو مامور صاحب وایي: هر سهار چې وظیفې ته ځم او له کوره وځم یو شی رانه هېر یي او مېرمن مې رایاد کړي، لکه کله د موټر کیلي رانه هېره یي، کله د دفتر کیليانې، کله موبایل، کله د موټر کاغذونه او داسې نور … یوه ورځ مېرمني ټوکه راباندې وکړه ول په عمر لوی شوې، حافظه دې کمزورې شوه.

دا ټوکه چې د مېرمني له خوا شوه، خوند یې ونه کړ، چروت مې وواهه مال باید دا خبره یې ورباطله کړم او خپل شباب او ځواني ورته ثابته کړم، نو پر یوه پاڼه مې هغه ټول شیان ولیکل چې اکثره به زما څخه هېریدل. سهار چې له کوره وتلم پاڼه مې دقیقه وکتله او هر شی مې راواخیستل، د وتلو پر مهال مې هغې ته فاتحانه موسکا وکړه او ووتلم، په دې فکر چې ګواکې لوبه مې وګټله.

موټر مې چالان کړ او مخ پر دفتر روان شوم، په شمار دوه دقیقې چې تلم موبایل مې وشرنګېد، مېرمن مې وه، له سلام مخته مې ورته وویل: ګوره نن مې چټي له کاره ونه باسې، هر شی مې راخیستي دي، هیڅ شی نه دې رانه هېر شوي، خو هغې ځواب کې راته وخندل او راته کړه یې: بېرته راوګرځه، نن جمعه ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: