فضا او د کائناتو وُسعت / اوولسمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

اور غورځونکي / آتشفشانونه
د ځمکې په مختلفو برخو کې ډول -ډول اورغورځوونکي موجود دي؛ چې ځینې یې نرمخوی او ځینې نور یې بیخي بې رحمه، خشن او بې حوصلې هم دي.
اورغورځوونکی معمولاً د ځمکې هغې مورۍ ته ویل کیږي؛ چې کله دود، کله بخار، کله لمبې، کله سپرمغي (سپرغي / د اور بڅرکي) او کله -کله بیا دومره غوسه شي چې: آن هغه ډبرینه او اوسپنیزه ماده لا د ذوب په توګه بیرون ته راباسي، چې یاد مواد بیا د مائع په توګه (لکه سېل) په درو کې کښته را روان وي.
یادې اورینې مورۍ د ځمکې په مختلفو برخو کې شته لکه: په دښتو، غرونو، ځنګلونو او آن سیندونو او دریابونو کې.
لا تر اوسه د دغو ډاروونکو پدیدو په هکله څیړونکي یوه منل شوي حقیقت ته نه دي سره رسېدلي؛ ځکه خو د کائناتو هر محقق اټکل او تخمین کوي.
ویل شوي چې: ځمکه د پیدائښت په وخت کې فقط یوه تکه سره سکروټه وه! یعنې پر سطحه یې د ژوند امکان بیخي نه ؤ، بیا ورو ورو د فضاء د یخنۍ له امله (د ځمکې بیرونی قشر) مخ پر سړېدو شو، مګر دغه اورغورځوونکې مورۍ پاتې شوې؛ خو هغه مهال بیخې ډېرې وې! تر دې چې د وخت په تېرېدو سره کمېدلې – کمېدلې او اوس بیخې کمې شوې دي، چې ممکن نورې هم پسې کمې او بیخي له منځه لاړې شي.
اورغورځوونکي نو څه ګټه لري؟
دغه ډاروونکې پدیده؛ که څه هم چې ظاهراً مضره ښکاري، اما د الله پاک یو ستر احسان دی پر موږ! نو موږ باید چې د دغه لوی نعمت شکر اداء کړو.
همدغه اورغورځوونکې مورۍ وې، چې په لومړي وخت کې یې رقیقو ګازاتو اتمسفر رامنځته کړ او اوس موږ له فضائي بلایاوو څخه ساتي.
اورغورځوونکې دوزخي مورۍ وې چې د ځمکې پر سطحه یې بخار پیدا کړ او یاد بخار بیا بادونو فضا ته یووړ او له هغې خوا یې د باران په توګه د ځمکې پر مختلفو برخو و اورولو.
دغو موریو نه یوازې دا چې اتمسفر او اقیانوسونه یې رامنځته کړي، بلکې له زراعت سره یې هم ستر احسانات کړي دي!
هو! هغه ځمکې (چې اورغورځونکو ته نږدې پرتې دي) نسبت نورو ځمکو ته حاصل خېزې او خوږې دي.
خو زما په اند بیا اورغورځوونکې مورۍ یو تر ټولو ستر کمال بل هم لري چې محققینو هېر کړی دی! او هغه داسې: دغه د ځمکې د زړه ((دوک)) د سختو او بې ځایه زلزلو مخه نیسي.
یاده پدیده کټه مټه د انسان هغه حالت انځوروي چې: کله د کوم خارجي فشار له امله ستړی او غمجن شي، نو بیا اوږد اسوېلی له خولې وباسي! چې دغه اسوېلي ته موږ د زړه بړاس یا دوک وایو، چې له امله یې ستړی او غمجن انسان راحت احساسوي.
همداراز د انسان داخلي جوړښت هم ځینې بادونه تولیدوي، چې که هغه بادونو له مشخصو منفذونو او لارو څخه و نه وزي، خامخا دننه ستونزې رامنځته کوي.
نو ځکه خو زه یو ځل بیا په جرئت سره وایم چې: الله پاک هېڅ شی هم بې حکمته او بې ګټې نه دي پیدا کړي! نو الحمدلله چې دوزخینې مورۍ شته.
نور په بله برخه کې ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: