د بیان کاذبه ازادي، که مجرم ته برائت ورکول؟

عنایت الله خاموش
د بیان ازادي، په مختلیفو ټولنو کې د مختلیفو افکارو له مخې ټاکل کېږي. په اسلامي ټولنو کې د بیان ازادي د اسلامي و مذهبي احکامو او ارزښتونو تابع ده، چې له مخې يې فرد هغه مهال خپل فکر څرګندولای شي چې په ټولنه کې شته اسلامي ارزښتونه، ملي ګټي، یووالی او نورې ورته پدیدې زیانمنې نه کړي.
افغانستان چې یو اسلامي هیواد، کابو ۹۹ سلنه وګړي يي مسلمانان او د یوه بشپړ اسلامي نظام درلودونکی دی؛ د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د بیان هغه ازادي مني چې په اظهارولو سره يې اسلامي ارزښتونه، ملي ګتي، د قومونو ترمنځ یووالی او انساني کرامت ته درناوی زیانمن نه کړي.
افغانستان ته د غربي یرغلګرو په راتګ او د لته د یوه لاسپوڅې نظام په تأسیس سره، د بیان کاذبې ازادۍ هم سر راپورته کړ. هغه داسې چې په افغانستان کې د بیان ازادي د ځينو بهرنیو کړيو په ملاتړ، د کورنیو کړیو لخوا په داسې ډول عیار کړل شوه، چې له مخې يې هر چا، هر څه يې چې زړه غوښتل اظهارولای شوای. د بیان د ازادۍ ټولې پولې او سرحدونه يې ونړول. نه يې انساني کرامت ته درناوی وکړ، نه يې اخلاقي ارزښتونه په پام کې ونیول او نه يې هم افغاني و اسلامي غرور په خپل حال پرېښود؛ بلکې په افغانستان کې يې د اصلاح او درناوي تر شعار لاندې هر اړخیز فساد خپور، قومي یووالی پېکه او افغاني و اسلامي ارزښتونه يې وځپل. افغان نوی نسل يې په بشپړه توګه په غربي و فحاشه مفکوره سمبال کړ. که چا به د دوی په وړاندې غږ اوچت کاوه، هغه به يې په یوه- بل نامه یا تهدیداوه، یا به يې زنداني کاوه او یا به يې هم په ډېره بې رحمي سره په شهادت رساوه. لنډه دا چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ تر عنوان لاندې زموږ ټول مطبوعاتي ماشین او مبلغین يې د نورو هیوادونو په چوپړ بوخت او په هیواد کې يې د نورو افکارو، کلتورونو او ارزښتونو ودې ته کار کاوه.
اوس چې، وروسته له شل کلنې مبارزې اسلامي امارت په ټول هیواد باندې حاکم او لله الحمد د یوه بشپړ شرعي نظام څښتنان جوړ شوي یو؛ لا هم ځينې په غربي و سیکولري مفکوره سمبال روشنفکران(!) په هیواد کې د نورو په لمسون د بیان د کاذبې ازادۍ په بهانه په هیواد کې نفرتونه خپروي او ځوانانو ته توصیه کوي ترڅو د خپل اصیل کلتور و ارزښتونو په وړاندې سنګر ونیسي. دوی کله په رسنیو کې را څر ګندېږي او کله په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي نظام په وړاندې د بغاوت غږ اوچتوي او په افغانستان کې د یوه سوچه اسلامي نظام په وړاندې خلک سنګر نیولو ته هڅوي. دوی د بیان د ازادۍ له نوم څخه په استفاده، کله انساني کرامت ته سپکاوی کوي، کله ملي ارزښتونه پایمالوي، کله د ملي یووالې د ځپلو لپاره تبلیغات کوي، کله د ښځو لپاره د غربي حقوقو غوښتنه کوي، کله د تصعب او قوم پالنې اور ته پکی وهي او کله هم نور داسې حرکات ترسره کوي. دوی چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د نورو له لورې تمویلېږي او تحریکېږي، ټوله هڅه يې په هیواد کې د اسلامي نظام د بدنامۍ او بهر ته د تښتېدلو خاینانو لپاره د ملاتړ جلبولو لپاره ده.
په همدې توګه ځينې کسان غواړي د بیان له کاذبې ازادۍ څخه په استفاده، لویو- لویو مجرمینو ته برئت او جرئت ورکړي، ترڅو هغوی د اسلامي و افغاني ارزښتونو په وړاندې ودرېږي او په مقابل کې يې ګُستاخي وکړي. همدارنګه دوی غواړي له دې لارې اسلامي نظام ته ستونزې جوړې او له اصلي موخو څخه يې منحرف کړي. ځکه دا یو څرګند حقیقت دی چې ځينو لویو- لویو مجرمینو د بیان له کاذبې ازادۍ څخه په استفاده ځان ته برئت ورکړی او که کله د دوی د ناسمو کړنو یا جرمونو له کبله کوم ارګانونه يې په وړاندې غبرګون ښيي، دوی يې په وړاندې خوله خلاصوي او له ځان څخه سپين ټوکر جوړوي. مګر کله چې د دوی دوسیه وپلټل شي، تر شا يې د جرمونو یو لوی داستان پروت او په جرمونو کې تر ستوني غرق وي.
نو د کاذبې ازادۍ تر شعار لاندې باید ځينې کسان د مجرم ملاتړ ونه کړي او نه دې هم څوک داسې الفاظ کاروي چې ملي ارزښتونو ته زیان رسوي. ځکه د نړۍ په هر قانون کې، د هر هیواد د ملي ګټو او ارزښتونو په اساس د بیان د ازادۍ لپاره پولې ټاکل شوي چې له هغه پولو اوښتل جرم ګڼل کېږي او که چېرته څوک مجرم ثابت شي، نو د خپل جرم معادل سزا به ګالي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: