کابل ښاروالۍ د جیو تکنیل او ودانیزو توکو لابراتوار فعالیت پیل کړ

عزم (دوشنبه، ۲۰مرغومی، ۱۴۰۰ل): کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د جیو تکنیل او ودانیزو توکو لابراتوار فعالیت پیل کړی دی او له دې وروسته به د ټولو عمراني او ټولګټو پروژو د ودانیزو توکو ټېسټ په دې لابراتوار کې تر سره کېږي.

له کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ودانیزو توکو د کیفیت معلومولو په موخه د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت د جیوتکنیل لابراتوار په فعالیت وکړ او نن د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د رئیس مولوي عبدالحبیب له لوري رسما پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

د یاد لابراتوار وسایل په وروستیو کې اخیستل شوي وو او په لومړي ځل یې په کابل ښاروالۍ کې فعالیت پیل کړ. له دې وروسته به د ټولو عمراني او ټولګټو پروژو د ودانیزو توکو ټسټ په یاد لابراتوار کې ترسره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: