د بهرنیو چارو وزارت پلاوي په تهران کې له اسمعیل خان او احمد مسعود سره لیدلي دي

عزم (دوشنبه، ۲۰مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، افغان پلاوي په تهران کې له اسمعیل خان او احمد مسعود سره لیدلي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، د اسلامي امارت له لوري دواړو ته ډآډ ورکړل شوی دی، چې کولای شي له کومې وېرې پرته بېرته هېواد ته راشي.

«اسماعیل خان او احمد مسعود په تهران کي د اسلامي امارت له پلاوي سره لیدلي. په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري اطمئنان ورکړل شو، چي هغوی کولای شي له کوم تشویش پرته وطن ته راشي، اسلامي امارت کوښښ کوي چي د هیواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي اوهیچا ته دمخالفت دلیل پاتي نه شي.»

اسمعیل خان په هرات کې د دغه ولایت د سقوط پر مهال ژوندی ونیول شو او بېرته خوشې شو، خو وروسته ایران ته ولاړ او احمد مسعود هم په پنجشېر کې د اسلامي امارت پر ضد د مقاومت هڅه کوله، چې وروسته لومړی تاجکستان او بیا تهران ته ولاړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: