ننګرهار کې ۱۰۰ سرتېري له نظامي زده کړو فارغ شول

عزم (دوشنبه، ۲۰مرغومی، ۱۴۰۰ل): په ننګرهار کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه ۱۰۰ تنه ځوانان له نظامي زده کړو فارغ شول.

د ۲۰۱ خالد بن قول اردو قومندان ابودجانه وايي، د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند لومړۍ لواء کې سل تنه سرتېري تر نظامي زده کړو وروسته د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې فارغ او خپلو دندو ته ستانه شول.

دی وايي، د سرتېرو روزنه روانه ده او ډېر ژر به نور سرتېري هم وروزي او په اړوند ځایونو کې به یې وګماري.

د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې سرتېرو د وسلو او وسایطو نمایشونه هم وکړل.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې له بېلابېلو قول اردوګانو څخه د سرتېرو د فراغت لړۍ روانه ده او هره اوونۍ سلګونه ځوانان له نظامي زده کړو فارغېږي او په اړوند ځایونو کې په دندو ګمارل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: