عمري عدالت په قاموس او اصطلاح كې! / لومړۍ برخه

جبريل سعد
ځينې وخت او ځينې خلك تر رسمي مسئوليت او دندې را له غاړې او ور له غاړې رسالت كې پړ او مړ راځي چې د ترسره كولو وخت، اسانتياوې، جسارت او ځينې وخت يې د ترسره كولو هنر نلري او د ځينې رسالتونو د را له غاړې كېدو لاملونو او دروندوالي ته رښتياهم سړی هېښ ويښ پاتې كېږي چې يو څوك كه په اړوند كار كې پياوړی هم وي، خو راځي او وايي: زما يا فلاني مجاهد، د فلاني شهيد د كورنۍ، د فلانكيو يتيمانو، د هاغه معيوب، دغې د شهيد كونډې، دې برخه كې او هغه چارواكي څخه نظام-مجاهدينو-ولس ته متوجې گواښ، پخواني مجاهد فلانكي او…غږ كه دې تر مشرانو ورساوه، طبيعي يو ليكوال او زموږ په څېر شا ته پرېښودل شوي وگړي ورته حيرا دريان پاتې شي چې په اسلامي نظام او عمري عدالت !! كې دا رسالت بيا پر موږ څرنگه تړاو پيدا كولای شي، دا خو چې په هره بيه وي؛ د مشرتابه او ورپسې مشرانو خپل رسالت دی له دې حاله مو ځانونه خبر كړي، موږ خو خپله له دې برخليك سره مخ او هغې اندېښنې ښكار يو او چې دوی يې تر اوسه ډېرې مودې راسي تر مشرانو د رسولو لاره نه ده پيدا كړې او نه هم موږ ته آن د خپل غږ رسونې كومه لاره او چاره مالومه ده(بلكې لا د كوم چارواكي چې شك راشي، د انډيوال پر پلوۍ متضرر پخواني مجاهد او اوسني مظلوم ته په څرگندو ټكو وايي: وزير صاحب ته يې ونه وايې، انډيوال مې اوس لوړ پوړ كې دی او ځينې بيا په تش اورېدلو او له يوه ټكي تحقيق هم پرته ملامتي لا هم د مظلوم پر غاړه ور اچوي، ترڅو هغه ووېروي او غږ يې چوپ كړي او مشران خو يې هسې هم پوښتنه نكوي)؛ نو د دوی درد څرنگه دوا كړو؟ !. يواځي دا چې درد مو لا سوا او زيات شي، زړه را ډك او سينه تنگه شي، هيلې په نه هيلۍ بدلې او د يو سوړ اسوېلي په شكل له زړه تويې شي. پرلپسې مظلومانه غږونه ذهن د دې اندېښنې او پوښتنې په ځواب پسې ستړی او لا لهانده كړي چې دوی د غږ رسونې لاره ولي موږ غوره كړي يو او څه فكر كوي چې موږ څه كولای او څرنگه يې غږ رسولای شو؟ ! همدوی كې يو يې وايي: مشران پرته له دې چې ومو پېژني هم ستاسو ليكنې گوري او ډېر څه ته يې پام اړوي او گوندې زموږ له ستونزو هم له دې لارې خبر شي، همدلته ستونزو ته د مشرانو د لاسرسي(كه څه هم پر دوی اړه لري)رسالت پر موږ همدومره تړاو څرگندېږي چې يواځي ليكنه پر وكړو، له اړوند پېيلو او ناپېيلو كېسو پرته يواځي خپل رسالت ته د هغوی د پاملرنې دا نيمگړې هڅه مو كړې وي او نور هغوی پوه شه، غږونو ته يې غوږ نيول او خپل دغه رسالت يې پوه شه.
په عامه توگه دوی، مجاهدين، ولس او هغه چې په اسلامي امارت پورې يې هيلې غوټه وې/دي؛ پر دوه ډوله مشرانو حساب كوي، د اسلامي امارت او جهاد قربانيو، ارمانونو، موخو، شرعي پاليسيو او خپلو وعدو-هوډ-لارښوونو-سپارښتنو ته ژمن د لوړ او ځينې د منځني پوړ مشران او له دوی پرته تر ټيټ پوړ پوري هغه مشران چې پر يادو مواصفاتو سربېره د اطاعت وجوب داسي مني لكه نور ديني او شرعي واجبات، د اطاعت ماده پكې تر بسې غښتلې وي او د هيڅ ملامتونكي له ملامتۍ پكې نه وېرېږي. همدوی په دا ډول غږ رسونې د ځانگړي كولو وړ هم وي، ترڅو كه پر بنسټ يې گام اخلي، نو يادې ژمنتيا او اطاعت ته پر پام او د هغو په چوكاټ كې يې اخيستی وي. د ليكو پر پاكوالي، له عفوې د ناوړه استفادې پر مخنيوي، د پخوانيو/زړو مجاهدينو پر خاطر ساتلو او د ولسي وگړو چې مجاهدين هم پكې شمار دي؛ پر هر ډول همكارۍ او ځان ته پر را نږدې كولو يې د اسلامي امارت درې گونه مشرانو او زما مخاطبينو وخت پر وخت ټينگار كړی او ځينې پاليسۍ او برنامې يې هم ورته جوړې كړې چې يوه يې واك ته د رسېدو پر درشل تېر شل كاله كې بندي شويو مجاهدينو ته په راتلونكي كې د امتياز په موخه د هغوی د تثبيت برنامه وه، خو له دې هرڅه سربېره يې پكې له بېلابېلو لاملونو ډېرې نيمگړتياوې شته او په ځانگړې د ليكو پاكوالي، عفوې، د زړو مجاهدينو ستونزو او ورسره د وگړو په توگه چلند كې ډېرو نادودو او ناوړه لوبو شاهد يو چې غږ مو يې بايد تر مشرانو رسولي وای خو…ځينې نوي هيله بښونكي ټكي لكه د اميرالمؤمنين د فرامينو پر پلي كېدو د څار مسئول ټاكنه، د استخباراتو رياست مرستيال او ځينې چارواكو پر وينا د ليكو پاكولو دوام، د پخوانيو مجاهدينو خاطر او هغوی ته پر ډاډ ور كولو ټينگار او…مو هم لږ په تمه او ترې پر شا كړي، خو بيا مو واقعيتونه او ترې را پورته كېدونكې چيغې بېرته تلوسه ماته كړي، نو ځكه مو دا ځل د اسلامي امارت د مشرتابه په گډون د هغو مشرانو د پاملرنې هڅه كړې چې حساب پر كېږي او هر يو يې پر خپل ځای داسي كلك او دومره زيات مسئول دی لكه چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه، عمر بن عبدالعزيز رحمةالله عليه او بيا نږدې سلف او سرلاري لوی ملا صاحب يې ځان مسئول گڼلی دی.
او همدا(د اسلافو په څېر يې دروند مسئوليت)لامل به وي چې ځينې مجاهدين او ولسي وگړي د اسلامي امارت د ځينې شرعي پرېكړو څخه پر خوښۍ هغو ته د عمري عدالت نوم ور كوي او له همدې امله له هرڅه مخكې په شرعي احكامو او پرېكړو كې عدالت او ورته د عمر رضی الله عنه بشپړې پاملرنې او ترې تيار كړي ځانگړي روش ته تم كېږو، ترڅو مالومه شي چې د عدالت پر اوسني وضعيت د عمري عدالت نوم ښوودل سم نه دي، بلكې د اصطلاحاتو په قاموس كې عمري عدالت د حضرت عمر بن الخطاب هغه ځانگړی روش دی چې په عدالت پلي كولو كې هغه پرې پېژندل كېږي او وركې نوم لري او په اوسنۍ اصطلاح كې د عامو شرعي احكامو پلي كولو ته هم عمري عدالت وايي، پرته له دې چې د حضرت عمر رضی الله عنه د عدالت ځانگړی روش او اړوند موارد يې په پام كې نيول شوي وي. د اسلام په تاريخ كې او د ځمكې پر مخ عدالت د الله تعالی د دين (اسلام) او د هغه د قانون ځانگړنه ده او بيا اسلامي امارت هم په دې چې د داعيې، پاليسيو او پرېكړو په تله كې يو رښتونی اسلامي نظام دی؛ طبيعي ډول په همدې تله كې د نورو نظامونو او د نظامونو د نورو ډولونو له منځه يواځي پر شرعي عدالت پلي كولو پېژندل كېږي، نه د هغه په پلي كولو كې د حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه پر ځانگړي روش چې پلي كړی شرعي عدالت يې پرې عمري وبلل شي.نوربيا…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button