د ښه ژوند لپاره پنځه غوره قاعدې!

زموږ بدن دایمي انرژۍ ته اړتیا لري، د همدې انرژۍ په مټ موږ فکر او حرکت کوو، د ذهني فشار او داخلي ګډوډی څخه ژغورل کیږو، د بدني روغتیا تر څنګ د دماغ آرامتیا او د زړه سکون تر لاسه کوو. راسئ! دا انرژي و پیژنو او د تر لاسه کولو پر لارو یې و ږغیږو:
۱:- عبادت او الله سبحانه وتعالی ته نژدیوالی: مراقبت، خلوت او د الله سبحانه وتعالی لپاره په خپل ورځني ژوند کي وخت بیلول مو د بدني پیاوړتیا تر څنګ زړه او دماغ دواړه را پیاوړي کوي. تر تلاوت وروسته دي فکر کړی! چي څونده خوشحاله یې، تر لمانځه وروسته دي ځان ته پام سوی دی! چي څونده آرام یې، تر ذکر وروسته دي پر خپل زړه لاس ایښی دی! چي څونده ډاډه دی.
۲:- مطالعه کول: مطالعه مو فکر روښانه کوي، په لږ وخت کي د لیکوال لیکلي ټولي تجربې زده کوی، د خبرو فصاحت او بلاغت باندي زیات اغیز کوي، د ورځنیو چارو، ستونزو او خنډونو پر وخت به د کار کولو وړتیا او انرژي لری. کتابونه زموږ لپاره لیکل سوي دي، ځان به د لیکوال مخاطب جوړه وو، هره راښوول سوې لار به یې عملي کوو. که د لیکوال په خبرو عمل نه کوو، نو سوری کوزې ته اوبه ور اچوو.
۳:- ورزش کول: دایمي ورزش او سخت بدني تمرین به مو ښکلي، پیاوړي او تندرست کړي او زیاته انرژي به در و بخښي. تکریباً د ورځي یوازي ۲۰ دقیقې ورزش کولو عادت ستاسو د بدن لپاره بسنه کوي او د پریشانیو څخه مو ژغوري. د فکر خبره ده، که ۲۰ دقیقې ورزش زموږ پر بدن او دماغ اغیز کوي، نو یو ساعت ورزش خو بلا ګټي لري. کومه کهالي او سوستي چي د ورزش په مټ د منځه ځي، هغه په بل هیڅ شي د منځه نه ځي. که هیڅ هم نه وي، نو د ورځي یو ساعت قدم وهل غوره ورزش دی. سهار په تش نس یو ساعت قدم وهل د تندرستی او وزن کمولو لپاره تر ټولو غوره ورزش دی.
۴:- الهام بخښونکي خلګ موندل: د نړۍ د هر بریالي کس تر شا خامخا د یوه هڅونکي انسان لاس وي. د بریالیو خلګو ژوند مطالعه کړی، هغوی خامخا د ځان لپاره یو لارښود یا استاد ټاکلی وي. د هغه پر قدم پښه ږدي، خبري یې عملي کوي او انرژي ځیني اخلي. تاسي هغه څوک یاست، د چا تر اغیز چي لاندي یاست. که مو ناسته پاسته د بې هدفه او کمزورو خلګو سره وه، د هغوی په څیر به سی. که مو وخت د داسي چا سره تیروی، چي الله سبحانه وتعالی ته نژدې وي، مطالعه کوي، ورزش کوي او ژوند ته یې مهالویش جوړ کړی وی، لنډ وخت وروسته به تاسي د هغوی په څیر سی. کتاب بند کړه، فکر وکړه، څوک انرژي درکوي؟ ستا په شاوخوا کي څوک قوي اهداف او ښایسته ژوند لري، تر څو پر تا هم اغیز وکړي. لاس یې ونیسه او مخته ورسره ولاړ سه. د کمزورو، بې هدفه او لټو خلګو سره ناسته پاسته که نن خوند لري، نو سبا پښیماني هم لري. د لویو او سترو خلګو په مټ مو په تیاره ژوند کي د رڼا شمعه ولګوی، د هغې شمعي په رڼا کي ټولي چاري مخته یو سی. وګوره! داسي خلګ زموږ پر شاوخوا بیخي زیات دي.
د ژوند د جوړولو لپاره یوه بریالي کس تګلاره وټاکی، هغه تعقیب کړی، په کراره کراره به مو ژوند جوړ سي.
۵:- منظم خوب وکړی: موږ ته د دیني اړخه د شپې او ورځي درېیمه برخه یعني اته (۸) ساعته د خوب لپاره وړاندیز سوی دی. څیړني هم همدا ښيي، چي (۷) یا (۸) ساعته خوب کولای سي، تاسي بیرته ورغوي، جوړ تیار مو کړي. د شپې خوب نسبت و ورځي ته زیات استراحت او انرژي ورکونکی وي. که ماښام وختي بیده سی، نو سهار به وختي پاڅی. ورځ به مو اوږده درته ښکاره سي، زیات کارونه به مخته په کښي یو سی.

لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button