دجال څوک دی؟

 دجال یا زموږ او ستاسي د سیمو په لهجه خرجدال د حضرت آدم (علیه السلام) د اولاد څخه دی، په خټه یهودي دی، سور رنګی ځوان دی، لنډه ونه، ګوړګوتي ویښتان، پلن یعني اوږد تندی، په راسته سترګه ړوند دی، پر تندي یې (ک ف ر) لیکل سوی دی، هر یو مسلمان لوستونکی او نا لوستونکی به یې لوستلای سي، هغه به شنډ وي یعني اولاد به یې نه کیږي.
دلته به تاسي ته هرومرو پوښتني پیدا سي، چي دجال ته ولي مسیح الدجال وایي او څه وخت به راوځي؟
نو د لومړی پوښتني جواب دا دی: دجال ته مسیح الدجال ځکه وایي، چي سترګه یې مسخ سوې ده او دجال ځکه ورته وایي: چي هغه به باطل د حق په نوم او شکل کي خلګو ته وړاندي کوي، یعني دجال عربي لفظ دی او معنا یې په ظاهره یو شی او په باطن کي بل شي ته وایي.
ددوهمي پوښتني جواب دا دی: دجال به هغه وخت راوځي کله چي لمونځ پریښودل سي، په امانت کي خیانت وسي، په شریعت حکم کول کمزوری سي، ظلم او تیرۍ فخر وګرځیږي، واکمنان بدکرداره بدسلوکه خلګ سي، قاریان فاسقان سي، زنا او بدکاري عامه سي، سود کول عام سي، خپلولي د منځه ولاړه سي، سندرغاړي او نڅا کوونکي ښځي را څرګندي سي، شراب چیښل، درواغ ویل او رشوت اخیستل پیل سي، د وینو تویدل بې پروا سي، دین په دنیا خرڅ کړل سي، ښځه د میړه سره یو ځای سوداګري پیل کړي، نارینه د ښځو سره او ښځي د نارینو سره یو رقم والی غوره کړي، زړونه د مروت او میړاني څخه خالي سي، معروف منکر او منکر معروف سي.
نو هله به دجال را ووځي او په نړۍ کي به فتنې خپري کړي، د هغه د فتنو څخه به یوه دا هم وي، چي یوه کوچني ته به ووایي: که زه ستا مور او پلار را ژوندي کړم، نو بیا ته ما په خدایي سره منې؟ هغه به ورته ووایي: هو! نو شیطان به د هغه د مور او پلار په شکل کي ورته را پورته سي، او ورته وبه وایي: آی ګرانه زویه! د هغه تابعداري وکړه هغه ستا رب دی.
د دجال د فتنو څخه بله دا ده:- آسمان ته به آمر وکړي: اورښت وکړه، آسمان به اورښت وکړي. مځکي ته به آمر وکړي: زرغونول وکړه، مځکه به زرغونول وکړي. العیاذبالله
درنو لوستونکو! که هر څوک هره جمعه سورة الکهف تلاوت کړي، هغه کس به ددې فتنې څخه په آمن کي وي، چي ددې او بلي جمعې تر منځ راځي، او که د دجال فتنه هم په کښي وي، الله سبحانه تعالی به یې ځیني وساتي.
الله سبحانه وتعالی دي ټول مسلمانان وروڼه او خویندي هغه که په هر ځای کي استوګن وي، د دجال او نورو فتنو څخه وساتي.

لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button