راځئ بحران په فرصت بدل کړو…!

سليمان سعيد «غلجی»
هر هېواد او ملت چې ازادي تر لاسه کړې، نو يې ډېر سخت مشکلات زغملي دي. معنی دا چې؛ بې زحمته راحت نشته!
هغه هېوادونه چې نن سوکاله او آرام ژوند لري، که د هغوی تاريخ وګورئ، ډېرې زياتې سختۍ يې تېرې کړې او د پرمختګ په لاره کې له ډېرو سختو ازميښتونو او ننګونو سره مخ شوي دي.
د غلامي په حالت کې هيڅ هېواد پرمختګ نه شي کولی، نو که تېر رژيم سل کاله نور هم دوام کړی وی، د افغانستان به بيا هم نن همدا، يا تر دې هم بدتر حالت ؤ. مګر اوس چې الحمدلله؛ استقلال مو تر لاسه کړی، همدا زموږ د پرمختګ وخت دی.
خو کفار او د هغوی نوکران هيڅکله نه شي زغملی چې افغانستان خپل استقلال وساتي او پرمختګ وکړي. ځکه خو يې ډول ډول بنديزونه راباندې لګولي، تر څو مو ازادي داغدره او د پرمختګ له قافلې مو ايسار کړي.
ازادي د يو هېواد او ملت د ابادي او پرمختګ لپاره لومړنی شرط دی او له ازادي پرته؛ پرمختګ هيڅ امکان نه لري. مګر د ازادي قيمت ډېر لوړ دی، تر لاسه کول يې هم ډېر سخت دي او ساتل يې هم ډېرې زياتې قربانۍ، صبر، همت او زغم غواړي.
دا چې پرون ټولې نړۍ له افغانستان سره مرستې کولې او نن برعکس بنديزونه راباندې لګوي، علت يې دا دی چې پرونۍ مرستې يې زموږ د ازادي د اشغالولو په بدل کې وې، امّا نن يې چې شرائط نه ورسره منل کيږي او پلانونه يې خنسا شول، ځکه خو دا دی هغوی هم عکس العمل وښود، مرستې يې بندې کړې، بنديزونه يې راباندې ولګول او آن خپله شتمني يې هم راڅخه کنګل کړه.
خو که له بلې زاويې وګورو همدغه حالت زموږ په ګټه دی، اوس ايله زموږ هېوادوال خپل دښمن؛ د دښمن په توګه پېژندلی شي، اوس به ايله خپله لاس په کار شي او پرديو مرستو ته د تمې پر ځای به خپله همت وکړي.
هغه څوک کامياب دي؛ چې د چنار په څېر په خپل ځواک وخيژي او بيا د نورو لاس نيوی وکړي، خو هغه خلک ناکام دي، چې د انګور په څېر د نورو په اوږو ور تاوان وي.
نو اوس ايله زموږ ولس په دې وپوهيږي چې پرمختګ خپله فقط په موږ پورې اړه لري او تر څو چې خپله کار او همت ونه کړو، تر هغو به نورو ته محتاج او د ذلت ژوند تېروو.
زموږ ولسونو کې يوه لنډه کيسه مشهوره ده. وايي؛ يو پلار خپل زوی ته ويلي ؤ چې لاړ شه او له غره خس راوړه! زوی يې ويل چې بيا به څوک ګېډی/ بار راسره پورته کوي؟ پلار يې ورته وويل: هلته بيا «ناکام» ته نارې وکړه، هغه به يې درسره پورته کړي. زوی يې چې خس برابر کړل، «ناکام» ته يې نارې پيل کړې، ډېرې نارې يې وکړې، خو څوک رانغی، آخر مجبور شو، خپله يې بار پورته کړ او کور ته راغی. پلار ته يې وويل؛ چې ما خو «ناکام» ته ډېرې نارې وکړې، خو هيڅوک هم رانغی! پلار يې ورته وويل: ښا؛ نو آخر دې څه وکړل؟ زوی يې وويل: آخر مې خپله راپورته کړ! پلار يې ورته وويل: همدغه «ناکام» دی…!!
نو چې موږ هم ناکام او وچ مجبور نه شو او خپل بار په خپله پورته نه کړو، تر هغو پرمختګ ناممکن دی.
ځکه خو همدغه ستونزې، بنديزونه، د نړيوالو جفاوې او موجوده ناخوالې او بحران زموږ لپاره د پرمختګ يو ښه چانس دی، تر څو مجبور شو، خپله کار وکړو او خپل حوائج په خپله پوره کړو.
دا نړۍ ظالمه ده، نه بشري حقوق شته، نه قانون او عدالت. دلته نه يوازې دا چې هيڅوک؛ د هيچا مرسته نه کوي، بلکې يو بل ته خنډونه جوړوي او يو بل راڅملوي.
نو ځکه خو هر هېواد او ملت دغسې ستونزې او مشکلات ګاللي دي، خو کامياب او هوښيار ملتونه هغه دي، چې له دغسې بحرانونو څخه يې د فرصتونو په توګه استفاده کړې، کار يې کړی، ولس يې رابيدار کړی او د خودکفايي په لور يې ګامونه اخيستي. نو دغه ډول خلک بالآخره له پردۍ متازي خلاص شوي او نن آرام او سوکاله ژوند لري. خو هغه خلک چې په دغسې حالاتو کې د خپل کار او همت پر ځای، نورو ته د تمې سترګې نيسې او پرديو مرستو ته په تمه کښېني، هغوی به تل همداسې کرياب او محتاج وي. پښتو متل دی؛ «چې په تمه د سپرو شي، هغه پاتې په مېرو شي!»
نو بايد چې افغان ملت هم خپله کار او همت وکړي او ځان ورسوي. د نړۍ هيڅ هيواد د بل په مرسته نه دی آباد شوی، بلکې خپلو ملتونو يې کار کړی، زحمت يې ايستلی او ځان يې زهير کړی. الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايي: « الله تعالی هيڅکله د يو قوم حالت نه بدلوي، تر څو چې هغوی خپله بدلون ونکړي».
او دغه د کفارو بنديزونه هم تر هغه وخته ختمېدل او کمېدل نه لري، څو چې موږ خپله خود کفا نه شو او قوت تر لاسه نه کړو، ځکه چې دا دنيا د زورورو ده!
د ايران د انقلاب څلور لسيزې وشوې، خو لا هم له بنديزونو نه دی خلاص، مګر هغوی هوښيار دي، کار کوي او ځان رسوي.
فاعتبروا يا اولي الالباب…!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: