د عبیده بن جراح د لیندې غشی یمه ـــ ځکه د هر ظالم تندي ته رسیدلی یمه / تړون

 

چیرته چې تلمه هغه ځي ته رسیدلی یمه
د ژوند په لاره کې مرګي ته رسیدلی یمه

زه پر ګودر د چا د لپو اوبه نه غواړمه
د چنار سیوري او منګي ته رسیدلی یمه

د عبیده بن جراح د لیندې غشی یمه
ځکه د هر ظالم تندي ته رسیدلی یمه

د استعمار له خزانونو راتیر شوی یمه
د ازادۍ په نوم سپرلي ته رسیدلی یمه

د توتکۍ د پنجو تیږه یم له خټو جوړه
د ابرهه غوندې سړي ته رسیدلی یمه

زه هغه ګل یم چې جنت راپسې لارې څاري
زه د شهید اشنا پټکي ته رسیدلی یمه

تړون د خپل اولس د زړونو ترجمان شاعر یم
د خپل اولس د زړه غمي ته رسیدلی یمه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: