غــــزل / ایاس

 

یو بس خاص ګوري سپوږمۍ ته او بل لمر ته
یو دوه ښکلي دي نادره سره ورته

کوم نامرده ستا تصویر ورځینې وړی
په خولۍ کې مې شیان ایښي وه وسر ته

زما په خپله ګرېوان څیري سو په اوښکو
ته ګیلې کوې و داسې در په در ته

ستا له غمه یمه دومره نا ارامه
په خدای سترګې مې شي سپینې وسحر ته

دا یو نه دی زه د سلو غمو ښکار یم
چې پټۍ ورکړمه کوم یوه پرهر ته؟

اوس ستا مینه د چا پلار ورنه وړای نه شي
اوس ختلې ده زما د زړه کمر ته

ګونګ تصویر دی، خوار(ایاس)دی نیمه شپه ده
ځنګنونه یې ورکړي دې ځیګر ته

عزیزالرحمن ایاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: