لطفاً اسلامي نظام د اصلاح په نوم؛ له داخل څخه مه تخریبوئ!

لیکوال: ګمنام مجاهد

له نړیوالو اشغالګرو سره د اشغال د خاتمې له تړون وروسته ځینې دور اندېش او چالاک وګړی (۲۰۲۰/ ۲۰۲۱ ماډل مجاهدین) له ا.ا. سره په بېلا بېلو برخو کې په رابطه کې شول، د ځان بچ کولو او په راتلونکې کې د یو ښه موقف ترلاسه کولو لپاره لاس په کار شول. د هېواد له بشپړې فتحې وروسته هغه چاته چې د پام وړ موقفونه ونه رسېدل، د خپلو شخصي اغراضو او شومو موخو لپاره په نظام، مشرانو، مجاهدینو او مسئولینو باندې انتقادونه کوي، تخریبوي یې او حتی توهین یې کوي.

ملامت ځکه نه دي، چې د جهاد او قربانۍ په وخت کې ځان ساتل ورته مهم وو، تحصیلونه یې کول، وظیفې یې کولې، په لمونځ، اودس او څو فسبوکي پوسټونو یې ځان خلاصاوه. ځینو خو دواړه لوري راضي کول، د پلار/ ورور/ ملګري یا نورو اقاربو په هغه معاشاتو یې په څلورو ژامو شخوند واهه، چې د سرسپارلو مجاهدینو د نیولو، وژلو، تهدیدولو او ځورولو په مقابل کې یې اخیستل، خو په (۲۰۲۰) کال کې د اشغال د خاتمې له تړون وروسته، چې کله پوه شول، چې د هېواد راتلونکې له ا.ا. سره ده، راغلل او د ا.ا. په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شول، نن ورځ ځان د ا.ا. مؤسسین او وارثین بولي او په هغه مشرانو او مجاهدینو نیوکې او انتقادونه کوي، چې ټول عمر یې په جهاد، مبارزه، درس و تدریس او د خلکو په خدمت کې تېر شوی دی او د ا.ا. مشرتابه د سترو او مهمو مسؤلیتونو اعتماد ورباندې کړی دی.

د تعجب خبره خو داده، چې هغه سپېڅلو اشخاصو ته د بې عدالتۍ او ناپوهۍ ګوته نیسي او د انډیوالېزم، ژب پالنې، نسب پالنې، قوم پالنې، ولایت پرستۍ، سمت پرستۍ او نژاد پرستي تورونه ورباندې لګوي، چې ټول امت ته یې تېر برم بیا اعاده کړ، په سختو حالاتو کې یې د سپېڅلي صف رهبري وکړه، هېڅ ډول تهدید اد دنیوي امتیازاتو له خپل عزم او هوډ منصرف نه کړل او د الله ﷻ په نصرت یې د بریالیتوب مقام ته ورساوه.

دا منفي کړنې ځکه د (۲۰۲۰/ ۲۰۲۱ ماډل مجاهدین) کار دی، چې اصلي مجاهدینو خو د همدې مشرانو تر رهبرۍ او مشرۍ لاندې پر ځانونو بمونه وتړل، له مور او پلار څخه باغیان شول، د دنیا هېڅ ډول ښکلا او امتیازاتو له اصلي هدف څخه پر شا نه کړل او نن هم د پخوا په څېر په خپلو مشرانو پوره اعتماد لري. (۲۰۲۰/ ۲۰۲۱ ماډل مجاهدین) بیا نه د مشرانو احترام پېژني، نه اطاعت پېژني، نه یې په نظام کومه ستړې کړي او نه هم کوم ارزښت ورته لري. ټوله ورځ منفي نقاط ګوري، د خلکو ذهنونه خرابوي، د دښمن غږ بدرګه کوي او د نوي اسلامي نظام په وړاندې د بغاوت اور ته پوکي وهي.

ټولو پخوانیو او اوسنیو مجاهدینو ته وایم، چې راځئ د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ټول یو ځای را ټول شو، د دې ستر او سپېڅلي نعمت شکر ادا کړو، راسپارل شوې دنده په ښه ډول سرته ورسوو، د بل په کارونو او صلاحیتونو کې له مداخلې لاس واخلو، په شته امکاناتو او امتیازاتو قناعت وکړو، هغه څوک چې کاږه روان دي سمې لارې ته یې په احسنه طریقه دعوت کړو، له افراط او تفریط څخه ډډه وکړو، شریر او نا اهله خلک په شرعي چوکاټ کې په نېکو اخلاقو سمبال کړو، یو پر بل پسې منفي تبلیغات بند کړو، په نېکو کې همکاري او هماهنګي وکړو، د شهیدانو د وینو او فدایانو د آرمانونو ساتنه وکړو، د نظام په وړاندې د دښمن ژغ بدرګه نه کړو او په پوره حوصله او زغم د خپل اسلامي نظام تر شا ودرېږو.

په هر مشر یا کشر مجاهد کې، چې څه مشکل یا ملاحظات وي لومړی یې ښه تحقیق وکړو، ځان ورباندې پوه کړو او وروسته یې مخامخ ورسره شریک کړو. د بدو کړنو، بدګمانیو، مأیوسۍ خپرولو، نفسي خواهشاتو او د نوي اسلامي نظام په وړاندې د مخالفینو او خواخوږو اشخاصو د حساسیتونو له راپارولو څخه ځان وژغورو، په خپلو مشرانو اعتماد وکړو، په خپل ځورېدلي ملت شفقت وکړو، په نېکو کې سبقت او ځان په نبوي اخلاقو سمبال کړو.

په آخر کې ټولو حقيقي مبارزینو او هغه اشخاصو ته، چې د ځان مطرح کولو، شخصي اغراضو او منصبونو تر لاسه کولو په موخه منفي تبلیغات، بې ځایه نیوکې کوي او د دې ستر نعمت کفران کوي او د خپلو مخلصو او سپېڅلو مشرانو قدر نه پېژني؛ د الله رب العزت ﷻ لاندې فرموده وریادوم، چې په خپل پاک کتاب کې یې فرمایلي دي: لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيد [سُوۡرَةُ إبراهیم : ۷]

ژباړه: “كه شكر و باسئ؛ نو پر تاسې به لا زياته پېرزوينه وکړم او كه د نعمت ناشكري وکړئ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده.”

وما علینا الا البلاغ‼

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: