په ملي حکومت کې د ولس او نظام ژبه يوه وي!

سليمان سعيد «غلجی»
هر ولس خپل ملي ارزښتونه، مقدسات او يا په بله اصطلاح «سرې کرښې» لري. ولسونه هيڅکله په ټوليزه توګه له خپلو معنوي ارزښتونو او ملي ګټو څخه نه تيريږي، البته په هره زمانه او هر ولس کې يو شمېر داسې خلک هم وي، چې د پرديو په اشاره؛ د يو څو پيسو په بدل کې د خپل ولس خلاف راپورته کيږي، خپل معنوي ارزښتونه، ملي ګټې او مقدسات سپکوي، ليلاموي او پر ځای يې پردي رسم، رواج، کلتور او قانون ته کار کوي. کله کله بيا د پرديو په زور او د ولس د کمزورۍ له امله همدغسې کم اصله خلک واکمنان جوړيږي.
زموږ هېواد؛ چې په هره زمانه کې د پرديو تر يرغل او تجاوز لاندې راغلی، نو په موږ باندې هم کله کله همدغه شان نا اهله او کم اصله خلک د واکمنانو په توګه تحميل شوي. البته په تاريخ کې بيا د دغه شان غلامانو او ګوډاګيانو حيثيت هم ډېر ښه معلوم دی.
دغه ډول خلک چې کله واک ته ورسيږي، د خپلو بادارانو کلتور، قانون او نظريې ته کار کوي، چې په دې صورت کې بيا حتماً خپل معنوي ارزښتونه ښکنځي او د خپلو ملي ګټو پر ځای، د خپلو بادارانو اهداف تعقيبوي.
کله چې افغاني کمونستانو (خلقيانو او پرچميانو) په سردار محمد داؤد خان کودتا وکړه، هغه يې شهيد کړ او کمونستان د واک پر ګدۍ کښېناستل، نو په ډېره لږه موده کې يې داسې چپه چپه فرمانونه صادر کړل، چې هر يو حکم يې د ملت له ديني او ملي ارزښتونو خلاف او د کفر، بې ديني او کمونيستي نظريې ته د دعوت په معنی ؤ او د خپلو ملي ګټو پر ځای يې، د شوروي اتحاد ګټو ته کار کاوه. افغاني کمونستانو خپل هېوادوال په دې جرم وژل، بمبارول او بنديانول چې ولې د مارکس او لينين نظريه نه مني او د شوروي اتحاد ګټو ته ولې خنډونه جوړوي.
همدغه راز د صليبي يرغل زېږنده (سيکولر) رژيم کې هم همدغه حال ؤ. ټول هغه خلک پکې راټول شوي وو چې خپل ديني او ملي ارزښتونه يې نه پېژندل، د کفر او اسلام په توپير نه پوهېدل يوازنی هدف يې د خپلې خېټې ډکول ؤ. دغه ډول کم اصله خلکو ته د خپل ولس معنوي ارزښتونه او تقدسات هيڅ اهميت نه لري، نو تېر رژيم کې هم ځينې يې په شعوري توګه لګيا ؤ ديموکراسي، سيکولريستي او الحاد ته يې کار کاوه او ځينې نورو يې کرايي بڼه درلوده، چې خپل ايمان او ضمير يې د څو پيسو په بدل کې پلورلی ؤ او فقط د خپلې خېټې ډکولو لپاره يې په غير شعوري توګه د غربيانو شعارونه ورسره بدرګه کول او په مزدوره اداره کې يې کار کاوه.
تېر غلام رژيم خپل هېوادول له دې امله وژل، بمبارول او زندان ته اچول، چې ولې ديموکراسي نه مني، ولې د غربيانو کلتور، قانون او نظريه نه مني او ولې د غرب ګټو ته خطر جوړوي.
حال دا چې افغان ولس د نړۍ په سطحه يو متدين او سوچه مسلمان ملت دی، د افغانستان خلک اسلامي نظام غواړي، خپل کلتور غواړي، ديني او ملي ارزښتونه يې سرې کرښې دي او په هيڅ صورت د چا غلامي نه مني. خو تپل شوي واکمنان حتماً د همدغو افغاني اصولو خلاف کړنې تر سره کوي، د هغوی لپاره د خپل بادار نظريه او ګټې مهمې وي، ځکه خو يې هره ناره او هره خبره د ولس خلاف وي.
په تېرو شلو کلونو کې مو وليدل چې د افغان ملت او مزدورې ادارې تر منځ په هره برخه کې څومره واټن موجود ؤ! وجه يې دا وه چې تپل شويو حاکمانو شپه ورځ د خپلو ديني او ملي ارزښتونو خلاف نارې وهلې، هرې خبرې او هرې کړنې يې حساسيتونه پارول او ورځ تر بلې د خلکو نفرت ورسره زياتېده.
د غني چيغې خو به مو په ياد وي چې عسکرو ته ويل: ستاسې له برکته نيويارک او واشنګټن په امن دي! تاسې د ديموکراتيکو ارزښتونو ساتونکي ياست او ستاسې له برکته تېرې شل کلنې لاسته راوړنې (!) خوندي دي!
حال دا چې افغان ملت ته د نيويارک او واشنګټن امنيت هيڅ اهميت نه لري او هيڅ مور نه غواړي چې زوی يې د واشنګټن په دفاع کې ووژل شي، افغان ملت مسلمان دی، اسلامي نظام غواړي او ديموکراتيک ارزښتونه ورته دوه روپۍ ارزښت هم نه لري، همداراز د شل کلنو لاسته راوړنو په معنی خو ټول پوهيږي!
نو خلاصه دا چې د پرديو له خوا تپل شوي حکومتونه همېشه د خپلو ملي ګټو او ارزښتونو خلاف وي او له همدې امله په ولس کې هيڅ ريښه او ملاتړ نه لري، ولس يو څه وايي او تپل شوي حاکمان بل څه!
تېر شل کاله حاکمې ادارې بې ديني غوښته، افغان ولس اسلام غوښت، دوی ته د غرب ګټې مهمې وې، افغان ولس ته خپلې ګټې، دوی د غربيانو کلتور، فکر او نظريې ته کار کاوه، خو افغان ولس ته خپل ارزښتونه مهم ؤ. نو د همدغو اختلافاتو پايله دا شوه چې بالآخره نظام راوپرځېد او پر ځای يې؛ هغه خلک واک ته ورسېدل چې د ولس له منځه راټوکېدلي، د ولس په ډوډۍ پالل شوي، د ولس په زړونو کې ځای لري او هره کړنه او خبره يې له ولس سره شريکه ده.
اوس چې حکومت ملي دی، نو حاکمان د پرديو ګټو پر ځای، خپلې ملي ګټې تعقيبوي، د پرديو نظريو پر ځای، اسلامي نظام مستحکم ساتي، د پردي کلتور پر ځای، خپل کلتور او ارزښتونه او د نيويارک او واشنګټن د امنيت پر ځای، د کابل امنيت ورته مهم دی!
په دې لړ کې يوه يادونه دا هم ضروري ده، چې ملي حکومت که نړيږي، نو د بهرني يرغل له امله نړيږي، خو پردييپاله او غلام حکومتونه همېشه د هېواد له داخله؛ د ولس په لاس نړيږي او هيڅکله دوام نه شي کولی، فقط تر هغه وخته چليږي، څو چې بادار يې ورسره مل وي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: