هغه شخصیت چې هیواد یې لا هم د احسانونو پوروړی دی!

خالق یار احمدزی

د تاریخ په زرین باب کې ډیر کم داسې تر سترګو کیږي، چې یو څوک دې په نشت امکاناتو د یوه سپین خوځښت د سرلاري په توګه راپورته شي، هم یې ملګري په نشت حساب وي او هم یې د فکري داعیې غوښتونکي د ګوتو په شمیر وي؛ بیا د یوه لوی حرکت رهبر شي، په کمه موده کې د ټول هیواد د حاکمیت چارې په لاس کې واخلي او تر څو کلنې واکمنۍ وروسته یې د بخت ستوری را وپرځیږي، خو تر دوه لسیزې مقاومت وروسته یې فکري ملاتړي پر دې وتوانیږي، چې هم د نړۍ د واکمنو یرغلیز تاراج په بل مخ کړي او هم د بهرنيانو او داخلي بړیڅو ترسیم شوې فرضیې ناسم ثابتې کړي.
هو! همدغه ستر شخصیت د هیواد په کچه یو هغه ستوری وه، چې د اسلامي تمدن د سرلارو په تاریخ کې یې نوم ثبت کړ او فکري لارویان یې د عمرثالث لقب ورکوي.

هغه که څه هم د نړۍ په کچه کوم وتلی عالم نه وه او نه یې د عصري زدکړو په برخه کې دکتورا کړې وه؛ خو ایماني فراست او ذهني بصیرت یې تر دې کچې وه، چې دوست او دښمن یې په وړتیا معترف او ټول خلک یې پر ځان راټول کړل.

یوه خبره ده وای، په خپل کور، کلي کې پر خلکو ځان منل د معجزې تر کچې وي او بیا د هغو افغانانو پر ځان راټولول، چې وایي له امتیاز پرته بل څه ته سر نه ښکته کوي، واقعا سخت کار دی؛ خو عمر ثالث دا کار په دومره حیرانونکې بڼه ترسره کړ، چې نړۍ لا هم ورته د حیرت ګوته په غاښ ایښې ده.
هو! همغه مهال که د شر وفساد د لښکرو د تاراج ‌، چورچپاوول له امله، حالات د یوه سپین خوځښت رامنځته کیدو ته مساعد وه؛ خو د یوه ټولمنلي کس قیادت ته هم اړتیا وه، چې هم د شروفساد له لښکرو له ډلې څخه نه وي او هم هیواد د شریرو کړیو له مرموزو موخو وژغوري.

هغه مهال د شر وفساد لښکرو کې بهرنیو کړیو د هیواد دتجزیې په خاطر مخفیانه نفوذ کړی وه او غوښتل یې د هغوی له داخلي جګړو په استفادي سره، هم له مات شوي شرقي اشغالګر قوت سره د افغانانو جهادي مقاومت تر سوال لاندې راولي، هم د غرب د مداخلې لپاره لار هواره کړي او هم د جهاد او مبارزې نوم او باور په خلکو کې لمنځه یوسي؛ خو ملامحمد عمرمجاهد یې د نالیدلو خوبونو دا خیالي تعبیرونه ډیر ژر ناسم ثابت او د هغوی لوی پلانونه یې په نطفه کې خنثاء کړل.

هغوی ته یې دا وانمود کړه، چې افغانان د اوبو په څیر دي، که څومره یې هم د جلا والي هڅه وشي، بیرته ځان سره یوځای کوي او داچې نور د بهرنیو دسیسو پر وړاندې افغانان ویښ شوي، هیڅ یو بهرنی یرغلګر یې د خپلو مرموزو موخو لپاره نه شي ویشلای.

د فدارلیزم، ملکوالطوائفي، غیر متمرکز نظام او…. شعاریزې انګازې چې نن د فرانسې او امریکا له کمپونو پورته کیږي، هغه مهال هم له همدې آدرسونو سپانسر کیدلې، خو د امریکایي اشغال پر مهال، همغه ډلې ټپلې د واک ګدۍ ته راوستل شول، په ځانګړو ارزښتمنو نومونو ملقب شول او ددې لپاره چې په افغانانو یې ومني، په سترو امکاناتو ونازول شول؛ اقتدار ورکړل شو او د مارشالانو، جنرالانو او…. نومونو او القابو ورکړه بازاري شوه؛ خو دغه پړسیدلې پوکاڼۍ ډیر ژر د یوه کوچني اغزي په فشار سره لمنځه ولاړې او د تل لپاره یې دا خیالي دیکتاتوري ونړیده.

بلې! که د اوسنۍ سوبې په تر لاسه کیدو کې مخامخ عمر ثالث نه وه، خو د منهج لارویانو یې پل په پل د هغه مسیر څاره او د هغه په قدم سم روان وه، تر دې چې یې یوځل بیا د بریا توغ د نړۍ په ستر بام هسک ورپاوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: