د کابینې پرېکړه: مالي کال به د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي

عزم (سه شنبه، ۲۱مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په نننۍ غونډه کې په ګڼو برخو پرېکړې شوې دي.

له چارو ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابینې د پرېکړې پر بنسټ به مالي کال د لمریز لېږدیز له مرغومي میاشتې څخه د بودیجوي کال پیلېدل لغوه او د لومړۍ میاشتې «وري» په له لومړۍ نېټې څخه د نوي بودیجوي کال پیلېدل تصویب شوي دي.

همدرانګه کابینې د روان ۱۴۰۰ل کال د پاتې درېیو میاشتو جدي، دلو او حوت لپاره د مالیې وزارت له خوا چمتو شوې د ضمیمه بودیجې طرحه پرته له کوم تغیر او بدلون څخه تصویب کړه.

کابینې پرېکړه وکړه چې هېواد ته د بې کفیته تېلو، ګازو، کود او نورو نامعیاري توکو راواردول په مطلق ډول ممنوع دي. که دې وروسته هر چا نامعیاري توکي افغانستان ته وارد کړل، له سخت چلند سره به مخ شي. په سوداګریزو بندرونو کې د تېلو د ټانکرو د تجمع او بې کیفیته توکو راواردولو د ستونزې د ښې څېړنې او حل لپاره لوړ پوړی پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په سوداګریزو بندرونو ته سر وکړي.

د یادونې وړ ده چې وروسته له څو لسیزو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د هېواد بودیجه پرته له بهرنیو مرستو د کورنیو امکاناتو پر بنسټ جوړېږي او تصویبېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: