د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ۵۰۰ تازه دمي سرتېري فارغ شول

عزم (سه شنبه، ۲۱مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ۵۰۰ تازه دمي سرتېري فارغ شول.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اسلامي امارت د وسله وال پوځ ۵۰۰ سرتېري د دونیم میاشتو ښوونیزې بوځي، مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شول.

د افغانستان لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د یادو سرتېرو د فراغت په غونډه کې د سرتېرو د سرښندونو د ستاینې تر څنګ هغوی د هېواد د نظام او اسلامي حکومت ساتنې ته وهڅول.: «د منظمې اردو درلودل د هر دولت او حکومت حق دی، چې غواړي د خپلو هېوادوالو له پاره سوله او امنیت ټینګ کړي او د اسلامي امارت له لوري به د نړۍ هېڅ یو هېوادونو ته کوم ګواښ متوجه نه دی.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: