یوناما: ملګري ملتونه او شریکان یې په افغانستان او سیمه کې له ۲۸ مېلیونه سختو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره پلانونه پیلوي

عزم (سه شنبه، ۲۱مرغومی، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي(یوناما) وايي، ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه به د ګډ غبرګون پلانونه پیل کړي چې هدف یې په افغانستان کې ۲۲ مېلیونه خلکو ته حیاتي بشري مرستې رسول او په پینځو ګاونډیو هېوادونو کې له ۵.۷ مېلیونه بېځایه شویو افغانانو او ځایي ټولنو سره مرسته کول دي.

له یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بشردوستانه او د کډوالو د غبرګون پلانونه په ۲۰۲۲ کال کې د ۵ میلیارد ډالرو څخه ډېر نړیوال تمویل ته اړتیا لري.: «د افغانستان خلک په نړۍ کې له تر ټولو چټک  ډېرېدونکي بشري ناورین سره مخامخ دي. نیمايي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی، له ۹ میلیونو څخه زیات خلک بې کوره شوي، میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، بزګران او مالداران د لسیزو تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي او اقتصاد له آزاد سقوط سره مخ دی. له مرستې پرته، په لسګونو زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مړینې له خطر سره مخ دي ځکه چې لومړني روغتیایي خدمتونه له مینځه تللي دي.»

د خبرپاڼې له مخې، له ۲.۲ میلیونو څخه زیات ثبت شوي کډوال او ۴ میلیونه نور افغانان له بېلابېلو شرایطو سره په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي. دې کار د هغو ټولنو ظرفیت پراخ کړی چې دوی یې کوربه توب کوي او هغوی هم ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکی مارتین ګریفیټس وايي، پرو سږکال په افغانستان کې پېښې په چټکۍ سره را منځ  ته شوي او د افغانانو لپاره یې درنې پایلې لرلي دي.  نړۍ حیرانه ده او د غبرګون لپاره د سمې لارې په لټه کې ده. په همدې حال کې، یو بشپړ بشري ناورین په رامنځته کېدو دی.: «د افغانستان د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ. بشردوستانه ملګري په سیمه کې دي او دوی له ننګونو سره سره، خپل خدمات وړاندې کوي. له موږ سره مرسته وکړئ تر څو د هغو بشري پلانونو په ملاتړ چې موږ یې نن پیلوو د پراخې لوږې، ناروغۍ، خوارځواکۍ او په نهایت کې د مړینې مخه ونیسو.»

د ده په خبره، نړېواله ټولنه باید په افغانستان کې د یوه ناورین د مخنیوي لپاره هر هغه څه تر سره کړي چې کولی یې شي. ځکه دا مسئله  نه یوازې د کړاوونو لامل کيږي بلکې د هېواد په دننه او ټوله سیمه کې به د لا زیاتو بې ځایه کیدو لامل شي.

«د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان ۴.۴۴ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې تر ټولو لویه بشري غوښتنه ده. که تمویل شي، مرستندویه سازمانونه کولی شي د ژوند ژغورونکي خوراکي توکو او کرنې ملاتړ، روغتیایی خدماتو، د خوارځواکۍ درملنې، بیړنۍ سرپناه، اوبو، روغتیا، محافظت او بیړني تعلیم په برخه کې مرستې تر سره کړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: