ګیدړې ته د اوښ مشوره!

جاوید فدائي
وایي ګیدړه او اوښ د سیند پر غاړه ولاړ ول، اوښ اوبو کې ور ګډ شو او بلې غاړې ته ورسېد. ګیدړې اوښ ته غږ کړ چې زه هم غواړم ستا خوا ته درشم، د سیند اوبه لږ دي که ډیرې
اوښ ورته وویل اوبه تر زنګون پورې دي. ګیدړې هم سیند ته ور ټوپ کړل چې بلې غاړې ته ځان ورسوي، بالآخره اوبو تر ستوني پورې غرقه کړه او په ډیره سخت حالت کې یې اوښ ته ګیله وکړه چې تا خو ویل اوبه تر زنګون پورې دي او زه اوبو پسې واخستم.
اوښ ترخه مسکا ورته وکړه او وویل ما خو خپل زنګون درته ښودلی دی ستا زنګون خو مې نه دی ښودلی.
پایله: کله چې چا نه مشوره غواړئ نو هر څوک د خپلې وړتیا او ځیرکتیا په اساس تاسې ته مشوره درکوي. مشوره د هر چا اورئ مګر هیڅکله د بل په مشوره باندې خپل اهداف مه ټاکئ او د هغه په تګلاره باندې یې مه تعقیبوئ. ځکه چې کېداي شي ستاسې وړتیا د مشاور تر وړتیا زیاته وي او تر هغه یې په ښه توګه او آسانه طریقه باندې ترلاسه کړئ او دا هم کېداي شي ستاسې وړتیا تر مشاور کمزورې وي نو بیا به د ګیدړې په شان د خپل هدف ترلاسه کولو په لار کې غرق وئ چې هیڅ به مو وس باندې پوره نه وي.
د انسانانو ذهني او بدني وړتیا هیڅکله یو شان نه ده، څوک ډېر قوي ذهن لري چې یو ځل سره د یوې موضوع په لوړو او ژورو باندې پوهیږي.
څوک بیا منځ لاری ذهن لري چې دری یا څلور ځله لوستلو او هڅې سره یوه موضوع باندې ځان پوهوي او څوک بیا ډېر کمزوري وي چې لس ځله یا تر دې هم زیات کوشش وروسته د یوې موضوع عمق ته ځان رسوي.
سربیره پردې ځینې بیا هیڅکله خپل هدف ته نه رسیږي، ځکه چې هغوی د نورو په مشورو باندې خپل اهداف ټاکلي وي او خپله ذهني او بدني وړتیا یې بالکل له پامه غورځولې وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button