ننګرهار کې پر ۲۰۶ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړېږي

عزم (سه شنبه، ۲۱مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار وادي کرنیز ریاست وايي، د دغه ریاست اړوند څلورم فارم په ۲۰۶ جریبه ځمکه چې کلونه کلونه د کښت او کر نه پاتې وه، اوس پرې د مالټو بڼونه جوړېږي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دېرشو کلونو د کر او کښت نه پاتې ځمکه به سرسبزه او پرې به د مالټې بڼونه جوړ شي، چې د هېوادوالو خدمت ته به خپله وطنۍ مالټه وړاندې شي  او تر ډېره برېده به د پردیو له احتیاجه خلاص شو او سلګونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شي.

د ننګرهار د کانال ادارې رئیس مولوي غلام الرحمن وايي، له نن شااوخوا دېرش کلونو د کښت او کر نه پاتې ځمکه ابادېږي او د مالټو بڼونه پرې جوړېږي. :«د دې ځمکې سره په خوا کې په راتلونکو څو میاشتو کې به ( ۱۵۰۰) جریبه ځمکه نوره هم کر ته چمتو کړي او په کې به په لسګونه تنه په مستقیم او غیرې مستقیمه توګه په کار بوخت شي.»

دی وايي، د مالټو دغه بڼونه د باسط اکرام په نوم یو خصوصي کرنیز شرکت په خپل مالي لګښت د قانون له مخې جوړوي او په یوه برخه به یې د خرما بڼونه هم جوړ شي.

د یاد شرکت مسوول غازي احمدزي وویل، په دغې ۲۰۶ جریبه ځمکې کې به مالټه باغونه جوړوي او که ممکن شو یوه اندازه ځمکه به يې د خرما بڼ ته هم جلا کړي.

 ده وویل، موږ سره د دغو بڼوڼو جوړولو کې په لسګونه تنه هېوادوال په کار بوخت کېږي او په راتلونکو کلونو کې به د بټي کوټ د کانال د مالټو اندازه هم ډېره لوړه شي.

د کانال ادارې د څلورم فارم سره تړلې په درېيم فارم کې په شاوخوا ۲۸۶۷ جریبه ځمکه مالټې کرل شوي او ۲۶۰۰ جریبه ځمکه کرل شوی مالټې یو شمېر کرنیزو شرکتونو ته په قرارداد ورکول شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: